افغاني اصل فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي له یوې میاشتې راهیسې په افغانستان کې بندي دی

۱۴۰۱ دلوې ۱۸ مه

کابل-افغاني اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په کابل کې د «اسلامي امارت» له خوا نیول شوی او په زندان کې دی. د افغانستان دخبریالانو مرکز د بهبودي نیول غیر قانوني بولي او د دغه خبریال د ژر تر ژره او بې قیده شرطه خوشې کېدو غوښتنه کوي.

مرتضی بهبودي د روان کال د جدي میاشتې په ۱۵ مه  له فرانسې کابل ته د خبریال په توګه د کار او راپور چمتو کولو لپاره سفر کړی و او د جدي په ۱۷ مه هغه مهال؛ چې غوښتل یې د «اسلامي امارت» څخه د کار جواز ترلاسه کړي؛ ونیول شو. د دې پېښې په تړاو د بې سرحده خبریالانو او د فرانسې ۱۵ رسنیزو بنسټونو په ګډه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د بهبودي له نیول کېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته یې خپله چوپتیا ماته کړه او د دې خبریال د خوشې کیدو غوښتنه یې وکړه.

د بې سرحده خبریالانو د راپور له مخې، بهبودي په ۱۶ کلنۍ کې په افغانستان کې د انځور اخیستونکي په توګه کار پیل کړ او بیا په ۲۱ کلنۍ کې فرانسې ته مهاجر شو او هلته یې خپل رسنیز فعالیت ته دوام ورکړ او د «ګیټي نیوز» ویبپاڼه یې جوړه کړه. مرتضی بهبودي په تدریجي توګه له فرانسوي رسنیو، فرانسوي ژبو رسنیو له ډلې د فرانسې تلویزیون، فرانسې راډیو او لاکروا، مدیاپارت او لیبراسیون ورځپاڼو سره د خپلواک خبریال په توګه کار پېل کړ.دغه افغاني اصله-فرانسوي خبریال له افغانستان څخه څو راپورونه چمتو کړي، چې د فرانسوي رسنیو له خوا خپاره شوي او په فرانسه کې یې د خپل ژورنالیستیکي کار له امله څو جایزې ترلاسه کړي دي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د مرتضی بهبودي نیول کېدل د هېواد د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف ګڼي او د «اسلامي امارت» له چارواکو غواړي چې بهبودي او لږ تر لږه دوه نور خبریالان چې نیول کیدل یې تاید شوي ژر تر ژره خوشې کړي. په جلال اباد کې  ورزشي خبريال خيرالله پرهر د جدي له ۱۹مې نېټې او په خوست کې د زرغون ټلوېزيون خبريال قدرت الله ترار د ۱۴۰۱ کال د عقرب له ۲۰مې نېټې تراوسه په بند کې دي.

د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې – چې د اسلامي امارت لخوا هم تاييد شوی – خبریالان د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې خپلواکه دي او خبریالان بايد ونه ګواښل شي او نه بايد په خپلو کارونو کې له محدوديت او خنډ سره مخ شي. د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې باور دی، چې د خبریالانو خپلسري او غیر قانوني نیونه په هېواد کې د ويرې او ځان سانسورولو سبب شوی دی.