د پژواک خبريال نويد بارکزي د کال د غوره خبريال جايزه ترلاسه کړه

د پژواک خبريال نويد بارکزي د کال د غوره خبريال جايزه ترلاسه کړه

د ۱۳۹۷ کال د کب میاشتې ۲۷ مه

کابل ـــ د افغانستان خبریالانو مرکز د خبریالانو په اړه؛ د ځانګړې کلنۍ سیالۍ پایله اعلان کړه چې د هغې له مخې یې د پژواک خبري اژانس خبریال نوید بارکزی؛ په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د «افغانستان د کال خبریال» په توګه اعلان کړ او د خبریال ورځې په ویاړ جوړه شوې غونډه کې یې اعلان کړ او وې ستایه.

 

په دې مراسیمو کې چې نن کابل کې د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز کې جوړ شوي وو، د ولسمشردویم مرستیال سرور دانش، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین سید اغا حسین سانچارکي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو، د جرمني او بریتانیا شارژدافیرانو، د ناټو، ترکیې او اروپایې ټولنې ډیپلوماتانو ګډون کړی و.

پردې سربېره د رسنیو او خبریالانو د ټولنو استازو، معلوماتو ته د لاسرسي څار کمېسیون رئیس او غړو، د حکومتي او ازداو رسنیو مدیرانو، مدني ټولنو استازو او خبریالانو ګډون کړی وو.

د افغانستان د کال خبریال د شپږم پړاو پرېکړه کونکې کمېټې مسوول پرویز کاوه په وینا، په دې کلنۍ سیالي کې د هیواد مختلیفو رسنیو ۷۰ خبریالانو ځانونو نوماند کړي و، چې د پرېکړه کوونکو د هر اړخېرې څېړنې وروسته د پژواک خبري اژانس خبریال نوید بارکزی؛ د سولې شورا سره د مرسته شوو پېسو د لګښت څرنګوالي په اړه د څېړنیز راپور جوړولو له امله زیاتې نمرې ترلاسه کړې او د هیواد د کال غوره خبریال وټاکل شو او د غوره خبریال ځانګړی مډال او ۱۰۰۰ امریکایي ډالر ورته یوځای ورکړل شوو.

کاوه زیاته کړه؛ سربېره پر دې د مختلیفو رسنیو نور لس خبریالان چې زیاتې نمرې یې ترلاسه کړې وې ، په ترتیب د غوره خبریالانو په توګه په ګوته شول او په ځانګړو ستاینلیکونو سره ونازول شول.

د سیالۍ دا پروسه شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د خبریال ورځې په ویاړ د « کب په ۲۷ مه » اعلان شوه او د هغه خبریالان چې د افغانستان تابعیت ولري کولی یې شوو چې په ازادانه توګه غوښتنلیک ترلاسه کړي او یا رسنیو په خپله خوښه دې سیالۍ ته خپل یو کس نوماند کاوه.

نوید بارکزي په دې مراسیمو کې وویل چې د افغانستان خبریالانو مرکز څخه له دې امله چې د هیواد د کال غوره خبریال ټاکنې لپاره یې نوښت عملي کړې دی او په دې پروسه کې د ګډون او ارزیابۍ پروسه یې په پوره روڼتیا سره مخ ته وړې ده مننه کوي.

هغه زیاته کړه: « دېته په کتو چې اوس زموږ مسلکي کارونو ته زیاته پاملرنه کیږي، ژمنه کوم چې د خبریالۍ مسلک ته به په مسلکي ډول او ټینګه اراده دوام ورکړم ترڅو د ټولنې پر وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړم.»

د افغانستان د کال خبریال سیالۍ پروسه په ۱۳۹۲ کال کې پېل شوه او تر اوسه له  بي بي سي دوه خبریالانو، د هشت صبح دوه خبریالانو، له اریانا نیوز څخه یو خبریال او د پژواک خبري اژانس خبریال د دې جایزې په ترلاسه کولو توانیدلي دي.

کابل کې د سږني کال پروګرام د افغانستان اسلامي بانک په مالي ملاتړ ترسره شوی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین سید اقا فاضل سانچارکي د افغانستان خبریالانو مرکز د دې نوښت څخه په ستاینې سره وویل، چې د خبریالانو ترمنځ د دې سیالۍ ترسره کول به د خبریالانو ترمنځ مسلکي سیالۍ رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

هغه له رسنیو غوښتنه وکړه چې د خپلو راپورونو ښه کولو په فکر کې شي او د مسلکي او معیاري نشراتو کولو ته ژمن پاتې شي.