ولایت پکتیا با مرکزیت شهر گردیز ۶٬۴۳۲ کیلومتر مربع مساحت دارد
- مرکز ولايت: شهر گرديز
- ولسوالی زرمت
- علاقه داری شيواک
- ولسوالی وزه جدران
- علاقه داری شمل
- ولسوالی سپيره
- ولسوالی تنی
- علاقه داری نادرشاه ـ کوت
- علاقه داری سوزائی
- علاقه داری گربز
- لوی ولسوالی خوست
- علاقه داری تيری زايی
- علاقه داری باک
- ولسوالی جاجی ميدان
- علاقه داری صبری {يعقوبی}
- ولسوالی جانی خيل
- ولسوالی دند و پتان
- ولسوالی چمکنی
- ولسوالی لجه مانگل
- ولسوالی موسی خيل
- علاقه داری قلندر
- ولسوالی سيد کرم
- ولسوالی جاجی
رسانه ها
د پکتیا د مطبوعاتو پرون او نن/ حیران
پكتيا يوه زړه او غرنۍ سيمه ده، چې د هېواد په جنوب ختيځ كې د سپين غر يا سليمان غر جنوبي لوري ته پرته ده. د پكتيا سيمه د شمال لويديځ لوري ته د لوګر او غزني سيمو سره، د جنوب ختيځ لوري ته د خوست او پكتيكا سيمو سره او د شمال لويديځ لوري ته د ننګرهار او د كرمې له پاړه چنار سيمو سره نښتې پولې لري.
09.12.2008 08:04 مطبوعات او رسنۍ د هېواد په پرمختګ او پېژاند کې يو ستر رول لوبوي. د هر رنګ روزنيزو او تعليمي ادارو، ښوونځيو، پوهنتونونو او اداري کارونو په پرمختګ کې مطبوعات په لومړي قدم کې راځي.
په دې وروستيو کلونو کې زموږ د هيواد د رسنيو او مطبوعاتو بازار خورا ګرم دی، مانا دا چې ډېرې زياتې ورځپاڼې، مجلې او جريدې خپريږي، د څرنګوالي او کيفيت لوري ته يې وروسته راګرځو. په يوه مجله کې مې لوستل، چې په متحده ايالاتو کې کومه يوه مجله خپريږي او هره يو ګڼه يې په لکونو لکونو ټوکه خپريږي. په پاکستان کې هم ځينې انګليسي او اردو ورځپاڼې، اونيزې او مجلې ګورو، چې په زرګونو ګڼې يې خپريږي، چې څومره مادي ګټه ترې کوي، هومره معنوي پانګه هم لري. ډېر ليکوال ليکنې ورته کوي او حق الزحمه هم ورکوي، هغه د چا خبره هم خورما او هم ثواب. هغوی که د شهرت وږي وي؛ نو ماړه شي، که د خدمت مصدر ګرځول يې غواړي، خدمت وکړي، که مادي ګټه يې په نظر کې وي دا ارمان يې لکه چې ومو ويل تر سره شي.
راځم د خپلې ټولنې او ژبې مطبوعاتو او ليکوالو ته. زموږ مطبوعات ټولې نړۍ ته مالوم دي؛ خو زموږ د ټولنې خلکو ته نه دي مالوم. نړۍ ته داسې مالوم دي، چې موږ تر اوسه يوه ورځپاڼه، جريده، او نيزه او مجله هم نه لرو، چې هغه دې څو کلن تاريخ ولري له دې نه مې موخه دا ده چې مشهوره وي او داسې معيار ولري، چې د هيواد دننه خلک يې همدلته په هيواد کې راونيسي او له هيواده د باندې خلکو ته يې په پوسته يا په بلې لارې وروليږي. زموږ مطبوعات يو وخت پيل شوي دي، لږ څه مزل يې کړی دی، بيا يا انقلابونو له منځه وړي دي يا د نورو ژبو د تاثير له وجې، چې د هغې ژبې مطبوعات مو لوستي او خپل مو پريښي، ياد اشتهاراتواو اعلانانود نه درلودو او يا هم د اقتصادي ستونزو له کبله په ټپه دريدلي دي. په همدې سبب مو نه خدمت مالوم شوی دی او نه مو مادي لاسته راوړنې کړې دي. خارجي مطبوعات چې په کوم نوم خپريږي په هغه نوم يې اکثره تلويزنونه او په انټرنېټ کې سايټونه لري؛ لکه په پاکستان کې د ارود ژبې ( آج) ورځپاڼه . له بده مرغه چې زموږ مطبوعات له دې ټولو نعمتونو مستثنی دي، د دې او دې ته ورته ستونزو له کبله اکثر ليکوال هغه د چا خبره فرمايشي ليکنې نه کوي، که کومه ليکنه باندې برابر شو، ويې کړي او انټرنېټ يا کومې مجلې ته يې ورکړي، د حق الزحمې تمه يې نه وي، هغه نړيوال شهرت، چې د نورې نړۍ ليکوال يې لري، دوی ونه ومومي؛ ځکه چې مطبوعات يې تر محدودو سيمو رسيږي، په همدې سبب زيات ليکوال ليکنې خوپرېږده دې ته اماده نه وي، چې د کومې مجلې يا جريدې چلوونکي ته يو شعر هم ورکړي. د دې يو علت دا هم کېدای شي، چې موږ همدا غير معياري خپرونې ډېرې زياتې لرو، هر چلوونکی د يوې ښې ليکنې، ښه خبر او ښه شعر په لټه کې وي، په ښو ليکوالو او شاعرانو پسې ګرځي، او ښه ليکوال او شاعر خو ټول نشي کېدای، نه داسې کېدای شي، چې ټولو ته په يو وار ليکنې، شعرونه او کيسې ورسوي؛ نو لکه چې ګورو هره کره او نا کره ليکنه، شعر او کيسه موږ خپروو، کمپوزوو يې، مصرف پرې کوو او بيا يې تر خلکو رسوو. دلته يو بل ټولنيز زيان موږ خپلې ټولنې ته رسوو، يو خو زموږ ټولنه له ښې او کره ليکنې او شعره محرومه شي، بله دا چې د هغوی زړونه د مجلې يا ورځپاڼې له رانيولو تور شي. هغوی په يوه هندي فلم او ډرامې ډېرې روپۍ ورکوي، چې په يوه ښه مجله يې نه ورکوي؛ نو په غير معياري به يې څرنګه ورکړي؟ د دې ټولو پايله دا شي، چې مطبوعات مو بازار نه لري. ما دا خبره وړاندې هم کړې ده، چې څه موده وړاندې ما له پکتيا څخه د ملګرو په مرسته د ( سليمان غر ) مجله چلوله، زه چې چرته اوسم په پېښور کې هلته دوولس زره کمې او زياتې کورنۍ مېشت دي، ما به کتاب پلورنځيو ته ټولې لس مجلې ورکړې؛ نو له بده مرغه د وو مياشتو په پای کې به پنځه يا شپږ مجلې خرڅې وې. مانا دا چې په زرو کورونو څوک يوه مجله نه رانيسي او دلته اويا سلنې پښتانه مېشت دي همداسې د ټولې پښتونخوا مثال در واخله. زموږ د پښتو د مطبوعاتو دا حال وي.
زموږ په پکتيا کې د سليمان غر په څېر ډېرې مجلې اوجريدې يو وخت خپرېدې؛ لکه زرکه، نښتر، واوره، غوړګه او داسې نورې ؛ خو د حالاتو توپان ټولې پاڼې پاڼې کړې. اوس يوازې اريوب مجله چې د ځاځي بابا ادبي ټولنه يې خپروي، چاپيږي. څو مياشتې وړاندې د پکتيافرهنګيانو، چې د پکتيکا له والي ښاغلي محمداکرم خپلواک سره مېلمانه وو، ماته زنګ وواهه، چې د نښتر مجله چې پخوا به ښاغلي خپلواک پخپله له پکتيا څخه خپروله او څه موده په ټپه ولاړه وه، بايد زه وچلوم. د دوی په اند زه د دې مجلې د چلولو لپاره وړ کس وم؛ ځکه چې يو خو په مرکز يعنې پېښور کې يم، چې زياتې خپرونې هلته چاپيږي، دويم دا چې زه هر وخت انټرنېټ ته لاس رسی لرم او له ډېرو ليکوالو سره بلدتيا لرم. ما ترې د مجلې د پاليسي او لګښت وپوښتل، ښاغلي خپلواک ټول واک اختيار ماته راکړ او دايې هم زياته کړه، چې کولای شم په ده پسې هم ، چې نيمګړتيا ولري، ليکنې خپرې کړم؛ خو وروسته يې بيا زياته کړه، چې په چا دې رغنده نيوکه بايد په مجله کې ونشي، يا داسې کومه ليکنه خپره نشي، چې زموږ ملي عنعناتو، د اسلام او زموږ د کولتور سپکاوی پکې شوی وي. د مجلې ټول لګښت يې هم په غاړه واخيست، ويل يې چې زه يې بايد د امتياز څښتن واوسم؛ ځکه چې دا رتبه ماته د ولايت له وظيفې هم زيات ارزښت لري. زه ډېر خوښ شوم او وار له واره مې د مجلې د مطالبو په راټولو پيل وکړ، چاته مې ټيلي فونونه وکړل، څوک مې مخامخ مجبور کړل، چې ليکنه راته راکړي او ډېرو ته مې برېښناليکونه ولېږل، کور يې ودان ډېرو ليکوالو او شاعرانو ليکنې او شعرونه راولېږل. مجله تياره او کمپوز شوه. دوی ته مې حال ورکړ چې مجله خو تياره ده. ويل يې چې خپلواک صاحب وايي، چې ماته دې يو وار را ايميل کړي، چې زه وګورم څه رنګ ليکنې يې راټولې کړې دي. هماغسې مې وکړل؛ اګر چې اول يې واک هم راکړی و، چې هر رنګ ليکنې وي زه يې د خپرولو حق لرم. مودې تېرې شوې خو بيا يې ځواب رانکړ، چې څه وکړم، مجله چاپ ته ورکړم که نه؟ لنډه دا چې په مياشتو مياشتو يې ځواب رانکړ. اخر ما مجبور کړل، چې د ( هو) يا د ( نه )ځواب راکړي؛ نو يې راته وويل، چې بايد چاپ يې نه کړم؛ ځکه ما په زړه پورې ليکنې نه وې راټولې کړې؛ بلکې غيرمعياري وې، په دې ليکنو کې د ښاغليو پيرمحمد کاروان، علم ګل سحر، صالح محمد صالح، احسان الله درمل، غزانور غزا، اسدالله غضنفر، جيلاني جلان، اندېښمن ځاځي او د نورو ليکنې وې، ځکه چې خدای مکړه دا خو يو هم شاعر او ليکوال نه دی. په هر صورت لږ شپې وروسته خبر شوم ، چې نښتر مجله ( اوښتون ) مجلې وخوړه، هغه مادي انرژي په دې کې ضم شوه.
زه وايم چې يو څوک مجله يا جريده خپروي، هغه بايد په مکمله توګه امکانات ورته ولري. ښه ډېره بوديجه، همکاران او استازي ولري، داسې نه وي؛ لکه زموږ دا ځينې وروڼه چې په خالي لاس مجله چلول پيل کړي له يو او بل نه پيسې راواخلي، يوه ګڼه پرې چاپ کړي بيا د بلې لپاره والي، ملک او سوداګرو ته ورځي. د سوال په اوبو ژرنده نه چليږي. ما خو دا ګڼله چې زموږ مجله ( نښتر ) به له نيمګړتياوو مستثنی وي؛ ځکه چې خپلواک صاحب او د پکتيا فرهنګيان راسره دي؛ خو د هغو نورو په څېر مو يوه ګڼه هم خپره نکړه او چا چې ليکنې راکړې دي هر وخت راته وايي، چې مجله دې کله چاپيږي، که ته ليکنه نه چاپوې، هغه فلانکي رانه غوښتې ده بيا يې هغه ته ورکوم؛ نو اوس زه څه ورته ووايم؟
وب پانه :
http://paktia_pa_dag_ke.bloguna.tolafghan.com/posts/6921
رسانه های دولتی
تصویری
صوتی
چاپی
الکترونیکی
رسانه های غیر دولتی
تصویری
صوتی
چاپی
الکترونیکی
ولایت خوست
ولایت خوست با مرکزیت شهر خوست در جنوب افغانستان موقعیت دارد و با پاکستان هم مرز است.
زبان گفتاری این ولایت پشتو است.
واحد های اداری
- ولسوالی خوست
- ولسوالی جاجی میدان
- ولسوالی تَنَی
- ولسوالی سپره
- ولسوالی موسی خیل
- ولسوالی مندوزائی (مرکز: دادوَل)
- ولسوالی گُربُز
- علاقهداری ترازائی
- علاقهداری نادرشاه کوت
- علاقهداری صبری (مرکز: زمبار)
- علاقهداری باک
- علاقهداری قلندر (مرکز: خوست میله)
رسانه ها
رسانه های دولتی
تصویری
صوتی
چاپی
الکترونیکی
رسانه های غیر دولتی
تصویری
صوتی
1- سولی پیغام رادیو
سولې پيغام راډيو په اړه لنډ معالومات د سولې پيغام راډيو په جنوب ختيز زون کې لومړنۍ خپلواکه او ناپييلې راډيو ده چې څه نا څه څلور نيم کاله وړاندې يې د خوست په ښار کې په خپرونو پيل کړى دى.
دا مهال د FM په 88.2 څپو خپرونې کوي.
هره ورځ 14 ساعته خپرونې لري.
د سولې پيغام راډيو ټول ټال 30 تنه کارکوونکي لري چې له جملې يې 12 تنه دايمي او 18 تنه داوطلب ځوانان دي.
د سولې پيغام راډيو له پيله تر دې دمه تر 60 زيات ځوانان د راډيويي ژورناليزم په برخه کې روزلي او د عملي او نظري ترننګ زمينې يي ورته برابرې کړې دي. ډير شميرهغه ځوانان چې د سولې پيغام راډيو روزلي اوس په سيميزو، ملي او نړيوالو رسنيو او خبري اژانسونو کې د نوماندو ژورناليستانو په توګه کار کوي.
سولې پيغام راډيو په هره اونۍ کې 20 خپرونې توليدوي او خپروي يې .
په خپرونو کې د کورنيو، ځوانانو،ماشومانو،ديني، روغتيا، کرنې، بدني روزنې، هنر ادب او فرهنګ، کار او زيار، تفريح، فرمايشي، حقوق او قانون، ليکونو، ټيلفوني خبرواترو، ګرديو ميزونو، مرکو، راپورتاژونو او نورې خپرونې شاملې دي.
په ورځ کې 6 ځلې خبري سرويس لري چې سيمه ايز، ملي او ځنې مهم نړيوال خبرونه خپروي.
دالتاى او انترنيوزپاک – افغان د سروې ګانو تر مخې سولې پيغام راډيو په خوست کې ترنورو راډيوګانو ډيراوريدونکي لري.
د اوس لپاره د خوست 92% ساحه تر پوښښ لاندې لري.
د اوريدونکو شميره يې 650000 تنو ته رسيږي.
سولې پيغام راډيو به په نږدې راتلونکي کې قوي شي چې له دې سره به يې د پوښښ ساحه زياته شي، د اوريدونکو شمير به يې ډير شي او خپرونې به يې په ورځ کې 18 ساعتونو ته وغځيږي.
څه نا څه دوه کاله وړاندې چې د طنين له خوا فستيوال جوړشوى وُ او پکې د سيمه ايزو راډيوګانو له 60 زياتې خپرونې وارزول شوې سولې پيغام راډيو په هغه فيستوال کې لومړى مقام وګاټه.
سولې پيغام راډيو يوه خپلواکه ولسي راډيو ده چې په افغانسان کې د دموکراسۍ، بيان آزادۍ او مدني ټولنې د پياوړتيا او انکشاف لپاره کار کوي.
سولې پيغام راډيو تل د خپلو خپرونو له لارې د خلکو ستونزې او د هغو د حل لارې چارې خپرې کړې او په اړه يې د دولتي چارواکو نظرونه نشرته سپارلي دي.
سولې پيغام راډيو د خپلې نشراتي پاليسۍ په رڼا کې يو انانس له زړه راښکونکې وطني موسيقۍ سره په ډير ښه شان يوځاى کړى چې هره ورځ تر 50 ځلو پورې د راډيو له لارې خپريږي نوموړى انانس تش خبرې نه دي بلکې د راډيو په خپرونو کې تل په پام کې نيول کيږي او عمل ورباندې کيږي. هغه انانس چې په دوه غږ ونو کې ثبت شوى، داسې دى:
"سولې پيغام راډيو ازاده ولسي راډيو ده .
سولې پيغام راډيو د افغاني فرهنګ د پرمختيا او د خلکو دملي معنوي او شعور د غوړيدا لپاره کار کوي.
سولې پيغام راډيو هيوادوال په هيواد کې د سولې او امن ټينګښت او د هيواد بيا رغاونې او سمسورتيا ته رابولي.
دسولې پيغام راډيو ټولې خپرونې ستاسو د نظرونو، غوښتنو، وړانديزونو او نيوکو په بنياد چمتو کيږي.
سولې پيغام راډيو د FM په 88.2 څپو اوريدلاى شئ".
سولې پيغام راډيو ته هره ورځ تر 200 پورې ليکونه رارسيږي، او هره ورځ دوه ساعته د ليکونو خپرونې ته ځانګړي شوي دي چې يو ساعت د ورځې او يو ساعت د شپې لخوا خپريږي.
د اوريدونکو د شمير له پلوه د سولې پيغام راډيو په خپرونو کې " ګيډۍ ګلونه " خپرونه لومړى مقام ، " لټون" خپرونه دويم او د مشاعرې خپرونه دريم مقام لري. د مشاعرې په خپرونه کې د خوست د ځوانو شاعرانو داونيزې مشاعرې ټول ثبت کړاى شوى جريان کټ مټ خپريږي.
د سولې پيغام راډيوپه ټولو خپرونو کې د خلکو عقيدوي سپيڅلتياوې، ملي ارزښتونه، د خلکو کلتور او د ټولنې دودونه په ډيره کلکه توګه په پام کې نيول کيږي له بله پلوه د سولې پيغام راډيو ټولې خپرونې د افغانستان د اساسي قانون او د ټوليزو رسنيو قانون په رعايتولو سره پر مخ ځي.
ددې لپاره چې د سولې پيغام راډيو خپرونې اغيزمنې ،ګټورې او غښتلي اود ټولنې د ټولو قشرونو له غوښتنو او ذوقونو سره برابرى وې، ددې کار لپاره يو مشورتي بورډ شته چې په دې مشورتي بورډ کې ديني عالم، قومي مشر،د ښځو استازې، د پوهنتون استاد ، ښوونکى او داسې نور شته چې لږ تر لږه په دوو مياشتو کې غونډه کوي، د سولې پيغام راډيو د خپرونو نيمګړتياوې په نښه کوي او د سمون لپاره يې ښې او مناسبې لارې چارې په ګوته کوي خو د اړتيا په صورت کې نوموړى مشورتي بورډ په مياشت کې څو ځله هم غوڼدې کوي.
وب : http://www.sulipaygham.radio-connect.com/
د سولې پيغام راډيو ريس
زاهد شاه " انګار"
د تلفون شميره ٧٩٩٤٠٦١٦٧ (٠) ٠٠٩٣
ايميل: z_angar@yahoo.com
Director of Peace Massage Radio
Zahid Shah Angar
Mobile# 0093(0)799406167
E-Mail: z_angar@yahoo.com
د سولې پيغام راډيو د ويب پاڼې مسول
شفيق الله غفورزى
تليفون شميره
٧٩٩١٣٦١٠٠(٠)٠٠٩٣
ايميل
gshafiq06@yahoo.com
shafiq.ghafoorzai@gmail.com
Web designer of www.pmr.af
Shafiq ullah Ghafoorzai
تماس شمیری :
799136100(0
چاپی
الکترونیکی
به زودی
ولایت پکتیکا با مرکزیت شهر شرن با مساحت ۱۹٬۴۸۲ کیلومتر مربع ۳۹۳٬۸۰۰ جمعیت دارد.
- ولسوالی متا خان
- ولسوالی یوسف خیل
- ولسوالی یحیی خیل
- ولسوالی اومنه
- ولسوالی سرروضه
- ولسوالی زرغون شهر
- ولسوالی جانی خیل
- ولسوالی گومل
- ولسوالی سروبی
- ولسوالی ارگون
- ولسوالی زیروک
- ولسوالی نیکه
- ولسوالی دیله وخوشامند
- ولسوالی وازه خواه
- ولسوالی تروو
- ولسوالی ورممی
- ولسوالی برمل
- ولسوالی گیان
به زودی