د 1402 کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت په اړه د خبریالانو مرکز راپور
1402 لړم 27
کابل- د افغانستان دخبریالانو مرکز د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت په اړه خپل شپږ میاشتنی راپور نن خپور کړ، چې په هېواد کې پر ازادو رسنیو د فشار زیاتوالي، د رسنیو په کاري منځپانګه کې د ژور بدلون او په پراخه کچه د خبریالانو نیول په ګوته کوي