زموږ په اړه پوښتنې او ځواب
د افغانستان دخبريالانو مرکز په اړه
د افغانستان دخبريالانو مرکز، يو خپلواک، غیري دولتي او غيري سياسي بنسټ دی چې د هیواد ډله ییزو رسنیو قانون له حکومونو سره سم ارمنځته شوی دی.
دغه بنسټ په ۱۳۸۸ کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزرات څخه د رسمي جواز په ترلاسه کولو « د افغانستان خبريالانو ملاتړ مرکز» په نوم په فعاليت پیل وکړ. مګر د ۱۳۹۰ کال د ميزان په لومړۍ نېټه د رهبري هئيت او اطلاعاتو او کلتور وزارت په موافقه يې نوم « د افغانستان خبريالانو څخه د ملاتړ مرکز» څخه « د افغانستان دخبريالانو مرکز» ته بدل شو.
د افغانستان خبريالانو مرکز له خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د ملاتړ او په هېواد کې د مطبوعاتو د ازداۍ بنسټيز کولو په موخه په هېواد کې رامنځ ته شوی او فعاليت کوي.
په ۱۳۸۱ کال کې د طالبانو د رژيم له سقوط او د ازداو رسنيو فعاليت ته د زمينې له برابرېدو وروسته زيات شمېر هېوادوالو پر خپل مټ او د نړيوالو بنسټونو په مرسته په رسنيو باندې پانګونه وکړه او د هر کال په تېريدو د غږيزو، انځوريزو، چاپي او انلاين رسينو شمېر په مختلقو برخو او سیمو کې زيات شو.
دا څرګنده ده چې په هېواد کې د ډله ییزو رسنیو په زیاتېدو سره په لومړیو کلونو کې د ځوانانو په ګډون سلګونه تنه چې زياترو يې په ژورناليزم کې مسلکي زده کړې نه لرلې د لومړنيو مهارتونو له ترلاسه کولو وروسته( د لنډمهاله ښوونيزو دورو له طريقه) د مسؤل مدير، جوړونکي، ليکونکي، راپور ورکوونکي، مالي، وياند، انځورګر او فلم اخيستونکي يا تخنيکي کارمند په توګه په دې برخه کې وګمارل شول.
له کمي پلوه له دغه بدلون سره هممهاله د افغانستان رسنۍ له ۱۳۸۵ لمريز کال وروسته په تدريج سره د ژورناليز او اړيکو په برخه کې تحصيل کړيو ځوانانو په جذب سره له کيفي پلوه يوې تازه مرحلې ته داخلې شوې او د وخت په تېريدو دخبريالۍ مسلک او پیاوړتیا د خلکو د پاملرنې وړ وګرځېد.
په ۱۳۸۸ کال کې يوې ډلې خبريالانو په هرات ولايت کې پرېکړه وکړه چې د ستونزو او ننګونو په نظر کې نيولو سره لکه د جګړې دوام، جرمي اقتصاد او په هېواد کې فساد او پر مسلکي خبريالۍ او ازادو رسنيو باندې د هغې د منفي اغېز په اړه يو ازاد بنسټ رامنځ ته کړي. څو له دې لارې وکولی شي د خپلو همکارانو د پوهې، تخصص او مهارت په لوړوالي کې برخه واخلي او د هغوی له حقونو دفاع وکړي.
دغه بنسټ دوه کاله وروسته د نويو همکارانو په حذب کابل او نورو ولايتونو کې پراخوالی پيدا کړ او په يو ملي بنسټ بدل شو. د «خبريال ورځ» نومول او د يوې ملي ورځې په توګه د هغې د رسمي کولو او ثبتولو غوښتنه، د خبريالانو په وړاندې د جرم معافيت په برخه کې د پروګرامونو د پيلولو غوښتنه، د رسنیزو اخلاقو قانون او «د افغانستان د کال خبريال» له هغه مهمو کړنو څخه و چې د افغانستان خبريالانو مرکز له لوري ترسره شوي دي.