د اطلاعات روز ورځپاڼې خبریال لیاقت لایق د افغانستان د کال خبریال شو

۲۷ کب ۱۳۹۸

کابل- د افغانستان خبریالانو مرکز د کال خبریالانو د ځانګړې سیالۍ پایله اعلان کړه، چې د هغې له مخې د «اطلاعات روز» ورځپاڼې خبریال لیاقت لایق په ۱۳۹۸ کا کې د افغانستان د کال خبریال وټاکل شو او ونازول شو.

په دې مراسیمو کې چې نن په کابل کې د «کب ۲۷ مه د خبریال ملي ورځې» په ویاړ د صدارت ماڼۍ په تالار کې جوړ شوي وو، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معینې سیده مژګان  مصطفوي، د خبریالۍ د یو شمېر بنسټونو استازو او معلوماتو ته د لاسرسي کمېسیون رئیس پکې ګډون کړی و.

د افغانستان خبریالانو مرکز رئیس احمد قریشي وایي دې بنسټ پلان درلوده چې له نورو اړوندو او همکارو بنسټونو سره په همغږۍ دا مراسیم په پراخه او شانداره توګه ترسره کړي خو د کرونا ناروغۍ خپرېدو او د روغتیایي اندېښنو له امله یې دا مراسیم محدود او کوچنې ترسره کړل.

د افغانستان د کال خبریال د اوومې دورې ژوري کمېټې د مشر پرویزکاوه په خبره په دې کلنۍ سیالۍ کې شاوخوا ۷۰ تنه خبریالانو له بېلابېلو رسنیو ګډون کړی وو او ځانونه یې کاندیدان کړي وو چې د ژوري هیئت له هر اړخیزې ارزونې وروسته د «اطلاعات روز» ورځپاڼې خبریال لیاقت لایق د کرونا ناروغۍ په اړه د ۹۰ کود ځانګړې شوې احتیاطي بودیجې د لګښت څرنګولي په اړه د څیړنیز راپور جوړولو له امله زیاتې نمرې ترلاسه کړي او د کال خبریال په توګه انتخاب شوی دی.

کاوه زیاته کړه؛ سربیره پره دې له بېلابېلو رسنیو څخه لس تنه نور خبریالان چې په ترتیب سره یې ډیر امتیازات ترلاسه کړي وو، د غوره خبریالانو په توګه وټاکل شو او د ځانګړي ستاینلیک په ورکولو سره ونازول شو.

د نن ورځ په دې مراسیمو کې ښاغلي لایق ته د افغانستان د کال خبریال ځانګړی نښان او ۵۰۰ امریکایي ډالر د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معینې سیده مژگان  مصطفوي او د افغانستان خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قریشي په لاسونو ور کړ.

لیاقت لایق په دې مراسیمو کې وویل چې د افغانستان خبریالانو مرکز څخه د هیواد د کال خبریال د نوښت  د عملي کولو له امله مننه کوم

هغه د دې څېړنیز راپور د چمتو کولو پرمهال خپلو هڅو ته په اشارې سره وویل چې دې راپور ښه غبرګون له ځان سره درلود او په دې خوښ دې چې د یو څیړنیز خبریال په توګه یې د یوې مهمې موضوع په اړه خلکو په درست ډول معلومات رسولي دي.

د افغانستان د کال خبریال لپاره سیالي لومړی ځل په ۱۳۹۲ کال کې پېل شوه، چې تراوسه یې ازاد خبریال ملیار صادق او له بي بي سي زمزمه نیازۍ، له هشت صبح ورځپاڼې وحید پیمان او مختار وفایي، له آریانا تلویزیون څخه معروفه ذکي، له پژواک خبري اژانس څخه نوید بارکزی او د اطلاعات روز ورځپاڼې څخه لیاقت لایق د دې جایزې په ترلاسه کولو بریالي شوي دي.