دنده
د افغانستان دخبريالانو مرکز، يو خپلواک، غیري دولتي او غيري سياسي بنسټ دی چې د هیواد ډله ییزو رسنیو قانون له حکومونو سره سم ارمنځته شوی دی.
دغه بنسټ په ۱۳۸۸ کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزرات څخه د رسمي جواز په ترلاسه کولو « د افغانستان خبريالانو ملاتړ مرکز» په نوم په فعاليت پیل وکړ. مګر د ۱۳۹۰ کال د ميزان په لومړۍ نېټه د رهبري هئيت او اطلاعاتو او کلتور وزارت په موافقه يې نوم « د افغانستان خبريالانو څخه د ملاتړ مرکز» څخه « د افغانستان دخبريالانو مرکز» ته بدل شو.
د افغانستان خبريالانو مرکز له خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د ملاتړ او په هېواد کې د مطبوعاتو د ازداۍ بنسټيز کولو په موخه په هېواد کې رامنځ ته شوی او فعاليت کوي.
موخې:
- د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو له ټولو حقونو څخه دفاع
- په اړوندو برخو کې د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو روزنه
- په هیواد، سیمه او نړۍ کې د رسنیو د فعالیت په اړه د خبر رسونه
- په هیواد کې د مسلکي خبریالۍ پیاوړتیا او رسنیو پورې تړلو ناستو ترسره کول
- د یوې سیالۍ پر اساس د افغانستان دکال خبريال غونډه او د کال ممتاز او غوره خبريال ستايل