د «افغانستان د کال خبریال» د ۱۴۰۱ کال سیالۍ ته نوماندان مني


۱۴۰۱ سلواغه ۱۶ مه
کابل- د افغانستان دخبریالانو مرکز په پام کې لري، چې د يوې ازادې سيالۍ له لارې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د «افغانستان د کال خبریال» تر سرليک لاندې د کال غوره خبريال وټاکي. دا پروګرام په ۱۳۹۲ هـ.ل کال کې د کب ۲۷مه د «خبریال ورځ» له نومولو سره سم، پيل شو او له هغه وخته تر اوسه د بېلابېلو رسنیو ۱۴ خبریالانو دغه جایزه ترلاسه کړې ده.
د افغانستان د کال غوره خبریال جایزې ته د نوم ليکنې شرایط
هغه خبريالان، خبري عکاسان، ویاندویان، پروډيوسران او ايډيټران چې په دې باور وي سږ کال يې د ژورناليزم په ډګر کې ځانګړې لاسته راوړنې لرلې، په شرایطو برابر دي.
لاسته راوړنې کېدلی شي په لاندې ډول وي:
هغه څېړنيز راپور چې د بدلون او د ستونزې د حل په موخه د چارواکو د غبرګون لامل شوی وي؛
هغه راپور یا تخلیقي رسنیز فعالیت چې د رسنیو د وضعیت یا خبر رسونې بهیر د ښه والي لامل شوی وي؛
- د هغو حالاتو د رابرسېره کولو په اړه راپور يا رسنيز فعاليت، چې د رسنیو له نظره پټ پاتې وي؛
د سولې، یوبل منلو، انساني حقونو، میرمنو او ماشومانو د حقونو په اړه راپور یا مشخص مسلکي فعالیت؛
له افغانستانه هغه نوښتيز راپورونه او خپرونې، چې د نورو رسنیو په تېره د نړیوالو رسنیو توجو یې جلب کړې وي.
د غوښتنلیک شرایط
- لږ تر لږه يوه کورنۍ يا نړيواله رسنۍ کې کاري تجربه؛
هغه راپور، مطلب، مشخص رسنیز فعالیت او یا انځورونه چې سيالۍ لپاره رالېږل کېږي، باید د افغانستان په اړه وي؛
ټاکل شوی راپور، رسنيز فعاليت يا د پام وړ انځورونه بايد په ۱۴۰۱ کال کې یوه داخلي یا نړیواله رسنۍ کې خپاره شوي وي؛
- د سیالۍ ګډونوال باید د افغانستان تبعه وي.
د غوښتنلیک سپارلو څرنګوالی
هره خبري رسنۍ کولی شي، دې سیالۍ لپاره یو خبریال نوماند کړي، یا غوښتونکی کولی شي په مستقیم ډول خپل غوښتنليک وړاندې کړي.
خپل مطلوب راپور یا رسنیز فعالیت (چاپي، غږیز، ویډیویي، انلاین)، باید په خپرو شویو رسنیو کې د هغې له لینک سره این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید پتې ته واستول شي.
جایزه
 ۹۰ زره افغانۍ (۱۰۰۰ امريکايي ډالر)
د افغانستان د کال خبریال به د کب میاشتې په ۲۷مه کابل کې د خبریال ملي ورځې په ویاړ مراسمو کې معرفي او وستایل شي.
د غوښتنلیک د سپارلو وروستۍ نېټه:۱۴۰۱ کب ۲ مه