۱۳۹۹ کب ۲۷
کابل- د افغانستان دخبریالانو مرکز د خبریالۍ د کلنۍ سیالۍ پروګرام پایله اعلان کړه، په دې پایله کې د پیک څېړنیز مرکز خبریاله فخریه رادفر، د هشت صبح ورځپاڼې خبریال لیاقت لایق او د اطلاعات روز ورځپاڼې خبریال په ګډه په ۱۳۹۹ کال کې « د افغانستان د کال خبریال» جایزه ترلاسه کړه.
دا جایزه نن د خبریال ملي ورځې په ویاړ مراسمو کې چې د افغانستان خبریالانو مرکز او د خبریالۍ بنسټونو د فدراسیون په همکارۍ په کابل کې ترسره شول، ګټونکو ته ورکړل شوه.
د افغانستان د کال خبریال د سیالۍ پروګرام د اتمې دورې ژوري کمېټې مسؤول ذبیح الله نوري وویل: په دې کلنۍ سیالۍ کې د هیواد له مختلفو ولایتونو شاوخوا ۵۰ خبریالانو ځانونه نوماند کړي وو.
د نوري په وینا؛ د هشت صبح ورځپاڼې د خبریالې آسیه حمزه یي راپور" چیرته یې د پلار ځانه" ( د ځوانې پېغلې د وژلو کیسه چې پر کابل پوهنتون خونړۍ پېښه کې ووژل شوه)، په کابل کې د سلګونو نا رسمي مدرسو د غير شفاف فعالیت په اړه د پیک څېړنیز مرکز د خبريالې فخریه رادفر څېړنیز راپور او د کرونا ناروغۍ په اړه د افغان حکومت له لوري د بودیجې څرنګوالي په اړه د لیاقت لایق راپور د ژوري هیئت څخه ډیرې نمرې ترلاسه کړې او درې واړه چې مساوي امتيازونه یې درلودل، په ګډه د افغانستان د کال خبریال وټاکل شول.
له دې وړاندې تېرکال لیاقت لایق د لسګونه نوماندانو په منځ کې د زیاتو نمبرو په ترلاسه کولو د افغانستان د کال خبریال شوی و؛ مګر دا لومړی ځل دی چې دوه ښځینه خبریالانې په یو وخت دا بریا ترلاسه کوي.
نوري څرګنده کړه چې د افغانستان د کال خبریال سربیره نن، د خبري رسنیو څخه لس خبریالان چې په ترتیب سره یې ډیرې نمرې ترلاسه کړې وې، د غوره خبریالانو په توګه وټاکل شول، چې په ځانګړو ستاینلیکونو سره ونازول شول.
په نننيو مراسمو کې؛ ګټونکو ته د افغانستان د کال خبریال ځانګړی نښان او ۵۰۰ ډالر نغدي جايزه ډالۍ شوه او هر یو د خپل راپور اغیز او اهمیت په اړه خبرې وکړې.
دافغانستان د کال خبریال پروګرام په ۱۳۹۲ کال کې پېل شو او له دې وړاندې د اووه خبریالانو له جملې ازاد خبریال مايار صادق او له بي بي سي څخه زمزمه نیازۍ، له هشت صبح څخه وحید پیمان او مختار وفایي، له اریانا نیوز څخه معروفه ذکي، له پژواک څخه نويد بارکزی او د اطلاعات روز څخه لیاقت لایق د دې جایزې په ترلاسه کولو بریالي شوي دي.