۱۴ عقرب ۱۳۹۵
کابل: په ایټالیا کې د « سیه نا» انځور په نړیوال فستیوال کې د ایران پخوانی عکاس چې اوس په افغانستان کې اوسیږي او د نیشنل جیوګرافي پخواني همکار «ملیسا فارلو» لپاره د ستاینې مراسم ترسره شول او له دې دواړو انځورګرانو ستاینه یې وکړه.
د «آرت سی» د خبري اژانس څخه په نقل د ایسنا د راپور په اساس له افغانستان څخه د سعیدي انځورونه چې مخکې له دې یې له نړیوالو لمانځونډو جایزې ترلاسه کړې وې، د ايټالیا هیواد په «سیه نا» نړواله جشنواره کې هم وستایل شول.
سعیدي له دې وړاندې ایټالیا کې د ژونالیزم د ماسټر فوټو جایزه هم اخیستې وه.
د «سیه نا» فستیوال په جشنواره کې د سعیدي په ګډون ایراني عکاس د «مستندې انځورګرۍ» په اړه دوه ورځنی سمینار د «فرانچسکو تیتو» سره يوځای د ایټالیایی انځور اخیستونکو لپاره وړاندې کړ.
د «سیهنا» د انځور اخیستنې لپاره نوماندو کسانو کې د دغه هنري جایزه فرانسوي انځوراخیستونکي «گِرگوری لکور» ته د «ساردین د تيښتې» د انځور اخیستو له امله ورکړه چې د مهاجرت په وخت کې ښکاریانو څخه د ساردین ماهي د تېښتې پر وخت د جنوبي افریقا په سواحلو کې ثبت شوی و.
همدارنګه په دغه فستوال کې د نورو ستایل شویو اشخاصو له ډلې صادق سوري د «مجموعه عکس» او میلاد صفا «منوکروم» په برخه کې چې دایران اوسیدونکی دي شامل دي.
ددغې برخې اصلي جایزې د فرانسې او ناروې انځو اخستونکو ترلاسه کړي دي.