"دیار ټلویزیون" په امریکا کې د افغانستان وضعیت ته په ځیرنې په کار پیل وکړ

"دیار ټلویزیون" په امریکا کې د افغانستان وضعیت ته په ځیرنې په کار پیل وکړ

۱۴۰۳ د لړم ۲۵

ویرجینیا، امریکا – "دیار ټلویزیون" چې د یو شمېر افغان مهاجرو خبریالانو له لوري جوړ شوی، د امریکا په ویرجینیا کې په رسمي ډول په کار پیل وکړ.

په هغه خبرپاڼه کې چې د دیار ټلویزیون له خوا د افغانستان د خبریالانو مرکز ته رسېدلې، ویل شوي چې دیار نن په رسمي ډول په کار پیل کړ او دا رسنۍ به «د افغانستان او نړۍ د خبرونو خپلواکه بیانوونکې» وي. د دیار ټلویزیون بنسټګر یاسر ابرار د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې د دې رسنۍ کار اووه میاشتې وړاندې پیل شو او تر دې مهاله یې په ازمایښتي بڼه کار کاوه.

هغه وویل، د دیار تمرکز به د افغانستان د سیاسي او ټولنیزو پېښو پر خپراوي وي او موخه به یې دا وي چې د هېواد پېښې په آزاده او بې پرې ډول تر پوښښ لاندې راولي. ابرار زیاته کړه چې اوس مهال د دیار په کاري ټیم کې لس کسان شتون لري او فعالیتونه یې آنلاین دي چې د ویب پاڼې په ګډون د مختلفو ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، ایکس (پخوانی ټوېټر)، انسټاګرام او ټیلیګرام له لارې فعالیت کوي.

د ديار تلویزیون د خپرونو چلوونکي مدیر وويل: اوسمهال د دې رسنۍ خپرونې په فارسي ژبه دي او په راتلونکو څو ورځو کې به پښتو او انګليسي برخې هم فعالې شي.

ابرار روښانه کړه چې د دغې رسنۍ ویډیويي نشرات به له دوو اونیو وروسته پیل شي او په پلان کې ده چې شپږ میاشتې وروسته یې له سپوږمکۍ څخه خپرونې پیل شي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته په هېواد کې د کاري محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله یو شمېر رسنۍ وتړل شوې او په سلګونو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نورو هیوادونو، په ځانګړې توګه لوېدیځ هیوادونو ته کډن شول.

په دې موده کې د مهاجرو ژورنالیستانو له لوري څو انلاین او سپوږمکیزي رسنۍ جوړې شوې دي چې د افغانستان کې پر وضعیت تمرکز لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دیار ټلویزیون له رسمي پیل څخه هرکلی کوي او په هېواد کې دننه د رسنیو د کاري او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د محدودیتونو په پام کې نیولو سره، له افغانستانه څخه بهر د خپلواکو رسنیو زیاتوالی هیله بښوونکی او د ټولنې یوه بېړنۍ اړتیا ګڼي. . په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز هیله لري چې دغه رسنۍ د خبریالۍ د اصولو په پام کې نیولو سره د هېواد وضعیت په خپلواکه او مسلکي توګه تر پوښښ لاندې راولي.