د افغانستان د کال غوره خبریال یولسم دور جایزې ورکولو مراسیم د ګډون بلنه

د افغانستان د کال غوره خبریال یولسم دور جایزې ورکولو مراسیم د ګډون بلنه

درنو خبریالانو سلامونه او وخت مو پخیر!

د افغانستان د کال غوره خبریال یولسم دور جایزې ورکولو مراسیم سبا د جمعې په ورځ، د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د وري په ۱۷ نېټه، چې د ۲۰۲۴ ز کال د اپرېل میاشتې له ۵ مې نېټې سره سمون لري، د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د یو شمېر خبریالانو او د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو د استازو په حضور کې ترسره کېږي.

په کور دننه او یا د نړۍ له نورو برخو چې کوم درانه خبریالان په غونډه کې د ګډون هیله لري، کولای شي د «زوم» اپلیکیشن له لارې په دې پروګرام کې برخه واخلي؛ نو هغه خبریالان چې په مراسمو کې د ګډون کولو لېوالتیا لري ترې غوښتنه کیږي، چې خپل غوښتنلیک (نوم او د دندې اړوند معلومات یې) موږ ته لږ تر لږه نن د وري (د حمل میاشتې د شپې تر ۱۲ بجو پورې) دې برېښنا لیک (این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید) ته راواستوي، تر څو په پرګرام کې د ګډون لپاره ورته زمینه برابره کړو.

 د مراسيمو وخت او ځانګړنې یې:

  • مراسم د افغانستان په وخت د شپې اووه نیمې بجې پیلیږي او تر نهو بجو دوام کوي. یاده دې وي چې د مرکزي اروپا په وخت به د مازدیګر په پنځه بجو پیل او تر شپږنیمو بجو به دوام ولري.
  • د افغانستان خبریالانو مرکز د اجرائیوي رئیس احمد قریشي له لورې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې په هیواد کې د رسنیو د ازادۍ د وضعیت په اړه د افغانستان خبریالانو مرکز د کلني راپور لنډیز وړاندې کول.
  • په اروپايي ټولنه او بلجیم هېواد کې د افغانستان سفیر نظیف الله سالارزی به لنډه وینا ولري.
  • د افغانستان د کال د غوره خبريال جايزې د مخینې او د دې جايزې د يوولسم پړاو د ګټونکو د پېژندنې په اړه د سیالۍ د ژوري هیئت د غړی فیصل کريمي لنډې خبرې.
  • د جایزې ګټونکي خبریالان به د خپلو لنډو خبرو په ترڅ خپله لاسته راوړنه او هغه راپور یا هغه رسنیز کار ګډون والو ته تشریح کړي چې له امله یې دی د کال غوره خبریال وپېژندل شو.
  • له کندهار څخه د څانګې راډیو مسوول مدیر اغا شیرمنار او د رخشانې انلاین خپرونې مسووله زهرا جویا به هم لنډه وینا وکړي
  • د نړیوالو بنسټونو استازي لکه؛ د ملګرو ملتونو کلتوري او علمي سازمان یونیسکو (UNESCO)، استازی انتونیو ایسر روپرتی، د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمیټې(CPJ) رئیس جودي ګینسبرګ او د قانون او دیموکراسۍ مرکز اجرايي رئیس (Centre for Law and Democracy). به هم لنډې خبرې وکړي.