د 1402 کال «دافغانستان د کال خبریال» جایزې تر لاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه وسپارئ

د 1402 کال «دافغانستان د کال خبریال» جایزې تر لاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه وسپارئ

۱۴۰۲ سلواغې ۱۳ مه

کابل- د افغانستان دخبریالانو مرکز سر له نن څخه د ۱۴۰۲ کال «دافغانستان د کال خبریال» جایزې ترلاسه کولو سيالۍ کې د ګډون غوښتنلیکونه مني. د افغانستان د کال خبریال خبریال جایزې ورکړه په ۱۳۹۲ لمریز کال، د کب ۲۷ د خبریال ورځ له نومولو سره هممهاله پیل شوه، چې موخه یې د هېواد د اغېزناکو خبریالانو د مثبت اغېزلرونکو راپورونو یا رسنیزو فعالیتونو ستایل ده.په تېرو لسو کلونو کې د بېلابېلو رسنيو ۱۷ خبريالانو دغه جايزه ګټلې ده.

د شرایطو وړ کسان


خبريالان، خبري انځورګران، وړاندې کوونکي او پروډيوسران، چې په دې باور وي چې سږ کال د ژورنالېزم په ډګر کې ځانګړې لاسته راوړنې لري، نوماند کېدلی شي. لاسته راوړنه کېدی شي:

- هغه تحقیقي راپورونه وي، چې د بدلون او د مسولو چارواکو د غبرګون لامل شوي وي.

- نوښتګر راپورونه او رسنیز فعالیتونه چې د رسنیو د لا پرمختګ او د رسنیز بهیر د ښه والي سبب شوي وي.

- هغه راپورونه او رسنیز فعالیتونه چې له رسنیو پټ پاتې و.

- د بشري حقونو، مېرمنو او ماشومانو اړوند نږه او اصولي رسنیز فعالیت.

- له هېواده نوښتګر راپورونه او رسنیز فعالیتونه چې د نورو، په تېره د نړیوالو رسنیو پام یې رااړولی او پر بنسټ یې نور راپورونه جوړ شوي وي.

د نوماندۍ شرطونه

ـ د سیالۍ ګډونوال باید افغان وي.

ـ په کورنۍ یا نړیواله رسنۍ کې دنده او کاري تجربه ولري.

- سیالۍ ته رالېږل کېدونکي راپورونه، مطالب او انځورونه باید د افغانستان اړوند وي.

- رالېږل کېدونکي راپورونه، مطالب او انځورونه باید روان کال (۱۴۰۲) کورنۍ یا بهرنۍ رسنۍ کې خپاره شوي وي.


د غوښتنلیک څرنګوالی

هره رسنۍ دغې سیالۍ ته خپل یو خبریال نوماند کولی شي؛ غوښتونکی خپله هم مستقیم غوښتنلیک لېږلی شي.

مطلوب غږیز، انځوریز او چاپي راپور یا رسینز فعالیت له لېنک سره دغه ایمیل ادرس (این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید) ته واستوئ.

 
جایزه

"د افغانستان د کال خبریال لوح" او ۷۰ زره افغانۍ

د افغانستان د کال خبریال، د خبریال د ملي ورځې (د کب ۲۷مې) په مناسبت ستایل کیږي.

د غوښتنلیک وروستۍ نېټه:  د کب ۲مه