۱۴۰۳ د مرغومې ۲۹مه
کابل- د افغانستان د خبریالانو مرکز د «د افغانستان د کال خبریال» جایزې دولسم پړاو ترسره کوي، مینهوال کولی شي د یادې معتبرې جایزې ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي.
د افغانستان د کال خبریال جایزې بنسټ په ۱۳۹۲ کال کې هغه مهال، چې د کب میاشتې ۲۷مه نېټه د «د خبریال د ورځې» په نوم ونومول شوه، کېښودل شو. له هغې مودې راهیسې د شپږو ښځینه خبریالانو په ګډون ۲۲ خبریالانو یاده جایزه ترلاسه کړې ده.
د افغانستان د کال غوره خبریال جایزې ته د نوم ليکنې شرایط:
هغه خبريالان، خبري انځور اخیستونکي، ویاندویان، د خپرونو تولیدوونکي او سموونکي (ايډيټران) چې باور لري سږ کال يې د ژورناليزم په ډګر کې ځانګړې لاسته راوړنې لرلې، په شرایطو برابر دي.
لاسته راوړنې کېدلی شي په لاندې ډول وي:
هغه څېړنيز راپور چې د بدلون او د ستونزې د حل په موخه د چارواکو د غبرګون لامل شوی وي؛
هغه راپور یا نوښت لرونکی رسنیز فعالیت چې د رسنیو د وضعیت یا د خبر رسونې د بهیر د ښه والي لامل شوی وي؛
د هغو حالاتو د روښانه کولو په اړه راپور يا رسنيز فعاليت، چې د رسنیو له سترګو پټ پاتې شوی وي؛
د سولې، یوبل منلو، بشري حقونو، مېرمنو او ماشومانو د حقونو په اړه راپور، رسنیز فعالیت ياهم خپرونه، چې د نورو رسنیو په تېره د نړیوالو رسنیو پام یې ځان ته را اړولی وي.
د غوښتنلیک شرایط:
لږ تر لږه يوه کورنۍ يا نړيواله رسنۍ کې کاري تجربه؛
هغه راپور، مطلب، ټاکلي رسنیز فعالیت او یا انځورونه چې رالېږل کېږي، باید د افغانستان په اړه وي؛
ټاکل شوی راپور، رسنيز فعاليت يا د پام وړ انځورونه بايد په ۱۴۰۳ کال کې په یوه کورنۍ یا نړیواله رسنۍ کې خپاره شوي وي؛
د سیالۍ ګډونوال باید افغان وي.
د غوښتنلیک سپارلو څرنګوالی:
هره خبري رسنۍ کولی شي، دې سیالۍ لپاره یو خبریال نوماند کړي، یا غوښتونکی کولی شي په مستقیم ډول خپل غوښتنليک وړاندې کړي.
که راپور یا مقاله په چاپي رسنۍ کې خپره شوې وي، د هغې عکس یا اصلي فایل د PDF په بڼه، که راپور یا رسنیز فعالیت په غږیز یا انځوریزه بڼه وي، د هغې فایل یا که ممکن وي د خپرونې لینک او که په آنلاین رسنۍ کې خپور شوی وي، د هغې لینک؛
د اړوند راپور یا رسنیز فعالیت په اړه یوه لنډه (تر یو مخ پورې) توضیحي پاڼه، چې د اړوندې رسنۍ، د چمتو کولو پروسې، د راپور یا رسنیز فعالیت په جوړولو کې مرسته کوونکو کسانو، د احتمالي ستونزو او د خپرېدو نېټې په اړه معلومات پکې شامل وي.
خپله غوښتنه د یادو شرایطو په پام کې نیولو سره لاندې (این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید) برېښنالیک ته واستوئ:
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ؛ هغه غوښتنلیکونه چې یاد شرایط یې په پام کې نه وي نیولي، د منلو وړ نه دي.
جایزه:
« د افغانستان د کال خبریال» ستاینلیک او زر (۱۰۰۰) امريکايي ډالر
د افغانستان د کال خبریال به د کب میاشتې په ۲۷مه د خبریال ملي ورځې په ویاړ مراسمو کې معرفي او وستایل شي.
د غوښتنلیک د سپارلو وروستۍ نېټه: ۱۴۰۳ سلواغې ۱۷مه