۲۳ وږي ۱۳۹۹
هرات- د هرات ولایت پېژندل شوی رسنیز فعال نور احمد کریمي چې د هیواد مطبوعاتو په ځانګړې توګه په یوه نیمه پیړۍ کې د هیواد مطبوعاتو د ثبت او راټولو برخه کې ارزښتمند کارونه ترسره کړي، نن ورځ د «زړه حملي» له امله د ۴۵ کلونو په عمر ومړ.
په هرات کې د افغانستان د خبریالانو مرکز استازی عبدالقیوم پدرام قاضي زاده، د ښاغلي کریمي د همکارانو له قوله وایي چې د هغه حالت نن یکشنبه په دفتر کې له یوې تلیفوني اړیکې وروسته خراب شوې او روغتون ته تر لېږد وروسته یې د ژوند پور پرې کړی دی.
ښاغلی کریمي د هرات پوهنتون د دري ادبیاتو له څانګې فارغ شوی و او رسنیز فعالیت یې په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د «دوربین» مجلې په تاسیس سره پېل کړ او څه وخت وروسته یې د «ره آورد آزادی»، میاشتنۍ او د «کانون سینماگران جوان» خپرونې په جوړولو سره یې خپل رسنیز فعالیت ته پراخوالی ورکړ خو کله چې د دې میاشتنۍ فعالیت بند شو، نو خپل ټول تمرکز یې دوربین نشریې باندې وکړ.
کریمي په ۱۳۹۴ کې د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور د امر په توګه وټاکل شو، مګر هغه د خپل کلتوري کارونو په ځانګړې توګه مطبوعاتي کارونو چې د فرهنګ سرا او دوربین مجلې له لارې یې ترسره کړي، په پېژندل شوې څیرې باندې بدل کړ.
د هغه له تل پاتې کارونو یو؛ په تیره یوه نیمه پیړۍ کې د افغانستان مطبوعاتو د سترې ټولګې پلټنه، ټولوونه او ثبت دی، چې هرات کې نندارې ته وړاندې شو او تیره اوونۍ د هرات ولایت د اتفاق اسلام ورځپاڼې د سل کلنۍ نمانځنې سره په یو وخت، د هیواد مطبوعاتو لوی نندارتون په بابر بڼ کې ترسره کړ.
د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قریشي وویل:« د نور احمد قریشي مړینه د افغانستان او هرات ولایت کلتوري او رسنیزې ټولنې لپاره لویه ضایع ده، البته د هیواد د مطبوعاتو د هویت او تاریخ په خوندي ساتلو کې به د ښاغلي کریمي ځانګړې هڅې او خدمات به په تاریخ کې ثبت شي او د هغه نوم به تل پاتې وي»
د نور احمد کریمي مړینې د هرات کلتوري او رسنیزه ټولنه باندې ماتم جوړ کړی. د ټولنیزو رسنیو کارونکو هغه ته درناوی وړاندې کړی دی. همدارنګه ولسمشر محمد اشرف غني او د هرات والي سید وحید قتالي د کریمي مړینه یوه ضایع ګڼلې او د هغه خپلوانو او کلتوري او رسنیزې ټولنې سره یې خوږا خوږي ښکاره کړې ده.