په فراه کې د یما سیاوش او الیاس داعي د فاتحې مراسیم ترسره شو

 

۱۳۹۹ لړم ۲۶مه

فراه- د طلوع تلویزیون د سیاسي خپرونو پخوانی کوربه یما سیاوش او د ازادۍ راډیو د خبریال الیاس داعي د فاتحې مراسیم په فراه ښار کې د یوشمېر خبریالانو او رسنیزو فعالانو په برخه اخیستو ترسره شول.

دا مراسیم چې نن ورځ د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شو، ګډون کوونکو د هیواد رسنیو ټولنې دې دوه ځوانو قرباني شویو ژورنالیستانو روح دوعا وکړه.

د فراه ولایت داطلاعاتو او کلتور رئیس بنیامین بارز وویل:« په افغانستان کې څلوېښت کلن یواځې له عامو وګړو قرباني نه ده اخیستې؛ بلکې له خبریالانو او د رسنیو له ټولنې یې هم قرباني اخیستې ده.»

بارز خبریالانو باندې ورستیو بریدونو او پېښ ګواښ ته په اشارې وویل:« خبریالي جرم نه دی او خبریالانو تل بې پرې کار کړی او د خلکو غږ ته یې انعکاس ورکړی او باید بریدونه پرې ونه شي.»

د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس په وینا حکومت باید دخبریالانو د خوندیتوب په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي او په ورته وخت کې دې خبریالان هم خپل امنیت او خوندیتوت پاملرنه وکړي.

خپلواک خبریال عبدالرحمن ژوندي وویل چې ښکېلې خوا باید د دې پرځای چې خبریالان موخه وګرځوي، د هغوی لپاره د کار امن چاپیریال رامنځته کړي.

هغې، د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي او یما سیاوش زړه ور او زیارکښه خبریالان یاد کړل او د رسنیو له ملاتړو بنسټونو یې وغوښتل چې د خبریالانو خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د هغوی کورنیو سره چې په جنګ کې قرباني کېږي مرسته وکړي.

یما سیاوش د کاپیسا ولایت کوهستان ولسوالۍ کې زېږیدلی و. هغه د لړم میاشتې په ۱۷ مه سهار د چسپکې ماین چاودنې له امله چې د هغه د لېږد په موټر پسې نښلول شوی و په کابل کې خپل کورته نیږدې د مکرویانو په سیمه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. سیا ویش نیږدې یوه لسیزه له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی و او تازه یې د افغانستان په مرکزي بانک د اړیکو د مشاور په توګه دنده ترلاسه کړې وه. مرکزي بانک سره د هغه له یوځای کیدو دمخه، په کابل کې د طلوع نیوز د سیاسي خپرونو کوربه و.

۳۳ کلن الیاس داعي د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجیر کې زېږیدلې و. هغه د لړم په ۲۲ مه په ورته پېښه کې په لښکر ګاه کې خپل کورته نیږدې ووژل شو. په دې پېښه کې د الیاس داعي ورور مجتبی محمدي چې یو سیمه ییزخبریال دی له نورو دوه ملکیانوسره ټپي شو.

د دې دواړو پېښو مسؤلیت کوم چا یا ډلې تر اوسه نه دی منلی. د یما سیاوش کورنۍ کوم چا ته له ګوت نیونې پرته له حکومت غواړي چې د هغه د وژل کیدو پېښه په جدي توګه وپلټي. داعي درې کاله مخکې د طالبانو د ګواښونو له امله ورته د پېښ ګواښ په اړه خپله اندېښنه شریکه کړې وه او تر دې څوځله دېته اړ شو چې د لنډې مودې لپاره هلمند پرېږدي.