په بادغیس کې « د ساه لرونکي انځورونو پر خپرېدو د بندیز » د رسمي حکم له صادرېدو وروسته، د یاد ولایت ټلوېزیونونه له فعالیت پاتې شول

په بادغیس کې « د ساه لرونکي انځورونو پر خپرېدو د بندیز » د رسمي حکم له صادرېدو وروسته، د یاد ولایت ټلوېزیونونه له فعالیت پاتې شول

د ۱۴۰۳ د لړم ۲

قلعه نو، بادغیس- د بادغیس ولایت د سیمه ییزې ادارې له حکم سره سم چې له مخې یې "د ساه لرونکي انځورونو خپرول منع دي" په یاد ولایت کې ټلویزیونونه له فعالیت پاتې شول او په دې ولایت کې هر ډول رسنیز فعالیتونه تر لیکلي او غږیزو بڼو پورې محدود شول.

د افغانستان د خبريالانو مرکز پر دې پېښې د ژورې خواشينۍ په څرګندولو سره له طالبانو له چارواکو غواړي ترڅو په دې خورا وروسته پاتې کوونکې پرېکړه چې د رسنيو ازادي یې نوره هم محدوده کړې، له سره غور وکړي.

په بادغيس کې يوې ځايي سرچينې چې د ځينو ستونزو له امله يې د نوم د نه خپرېدا غوښتنه وکړه، د افغانستان خبريالانو مرکز ته وويل چې، د ساه لرونکي انځورونو پر خپرېدو د بندیز حکم تېره ورځ د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د واتساپ ګروپونو له لارې د یاد ولایت د ځایي رسنیو له مسؤولینو او خبریالانو سره په رسمي ډول شریک شو.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي: «د بادغیس د والي د لارښوونې او د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون سره سم، د رسنيو او نشراتي ادارو له محترمو مسؤولینو څخه غوښتنه کېږي ترڅو په خپلو خپرونو کې له ساه لرونکي انځورونو څخه کار وانخلي او پرځای یې دوی کولی شي چې د لیکدړو، ودانيو او نور اړوند انځورونه او صحنې وکاروي.»

د دغه حکم له خپرېدو وروسته په بادغیس کې د "ملي ټلویزیون" ولایتي څانګه له فعالیته پاتې او وتړل شوه؛ بلخوا د دې ولايت د يوازيني خصوصي تلويزيون ( عبور ) فعالیت هم ودرول شو.

د راډیوګانو په ګډون نورې رسنۍ چې په مجازي فضا (آنلاین) فعالیت کوي او ازاد خبریالان هم د دغه حکم پلي کولو ته اړ شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته رسیدلي چې د بادغیس له سیمه ییزو چارواکو څخه عکس اخیستنه او ویډیويي مرکې هم بندې شوې دي.

بادغیس له کندهار او تخار وروسته دریم ولایت دی، چې په رسمي ډول یې د ساه لرونکي د انځورونو او ویډیويي مرکو په خپرولو بندیز پلي کړی دی.

د هلمند، لوګر، ميدان وردګو او دايکنډي په ګډون د يو شمېر نورو ولايتونو خبريالانو هم د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ویلي چې، په دې ولايتونو کې هم د دې محدوديتونو د رسمي پلي کېدو نښې ليدل شوي دي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له لوري د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر نوي قانون په ۱۷‌مه ماده کې چې د روان کال په زمري میاشت کې تصویب او نافذ شو، راغلي، محتسبین (د امر بالمعروف وزارت اجرائیه ځواک) باید د هغه موادو د خپرولو مخه ونیسي چې د ساه لرونکي انځورونه پکې وي.

د افغانستان خبريالانو مرکز په بادغيس کې پر ساه لرونکي انځورونو د بنديز په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره دا يو خورا وروسته پاتې کوونکی ګام بولي چې په دې ولايت کې يې د رسنيو کارونه نور هم محدود کړي او په ځانګړي ډول د یاد ولایت د ټلوېزيونونو د بندېدو لامل شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار کې د طالبانو له چارواکو غواړي چې د ساه لرونکي انځورونو د خپرېدو د مخنيوي فرمان په اړه له سره غور وکړي او په تېرو درېیو کلونو کې د ټولنیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې نورو صادر شویو رسنیزو لارښوونو په لغوه کولو، اجازه ورکړي چې رسنۍ د ټولنیزو رسنیو له قانون سره سم د عمل ازادي ولري او خبریالان وتوانېږي په ازاده او له وېرې پرته کار وکړي.