د صدای بادغیس رادیو مسؤول مدیر، له څه باندې یوې میاشتې بند وروسته آزاد شو

د صدای بادغیس رادیو مسؤول مدیر، له څه باندې یوې میاشتې بند وروسته آزاد شو

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳

کابل، قلعه‌نو (بادغیس): د صدای بادغیس رادیو مسؤول مدیر عبدالرازق صدیقي په کابل د طالبانو د استخباراتو له لوري د ۳۴ ورځني بند وروسته آزاد شو. د افغانستان د خبریالانو مرکز د صدیقي د خوشې کېدو هرکلی کوي او باور لري چې د دې خبریال نیول د هېواد د ټولنیزو رسنیو قانون خلاف عمل و، چې باید له سره نه وو ترسره شوی.

عبدالرازق صدیقي د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې نوموړی چهار شنبه ماښام د لیندۍ په ۱۴مه، د کابل د دویم زون ښاري محکمې د حکم له مخې آزاد شو، او ټاکل شوې چې نن بېرته خپل کور ته چې د بادغیس ولایت مرکز قلعه‌نو کې دی، ستون شي.

د صدای بادغیس رادیو مسؤول مدیر د لړم د میاشتې په ۱۰مه نیټه د استخباراتو ریاست لخوا کابل ته وغوښتل شو او وروسته توقیف شو. تر دې مخکې، د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست هغه تورن کړی و چې د دې ولایت د وضعیت په اړه یې، په ځانګړې توګه د یوې خصوصي کمپنۍ د ښځینه کارکوونکو په اړه، راپورونه جوړ کړي او یاد راپورونه بهرنیو رسنیو هم خپاره کړي، چې د طالبانو د حکومت د اصولو خلاف عمل ګڼل شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د عبدالرازق صدیقي د خوشې کېدو هرکلی کوي او د هغه ۳۴ ورځنی بند د هېواد د ټولنیزو رسنیو قانون خلاف بولي، د یاد مرکز په باور، د هغه آزادي باید له لومړیو نه وه اخیستل شوې. د هېواد د ټولنیزو رسنیو د قانون له مخې، چې د طالبانو د حکومت له خوا هم د پلي کېدو وړ ګڼل شوی، خبریالان او رسنۍ په خپل مسلکي فعالیت کې آزادې دي او باید ونه ګواښل شي او په کاري چارو کې یې محدودیتونه رامنځته نه شي.

د ټولنیزو رسنیو د قانون په څلورمه ماده کې راغلي چې هېڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولای د خبري یا معلوماتي رسنیو آزاده فعالیت منع، تحریم، سانسور یا محدود کړي، او یا په نورو بڼو د عامه او معلوماتي رسنیو په چارو او خپرونو کې مداخله وکړي.

په اوسني وخت کې په هېواد لږ تر لږه شپږ خبریالان بندیان دي چې له ډلې یې څلور تنه له دوو تر پنځو کلونو بند محکوم شوي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو د کاري محدودیتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له طالبانو غواړي چې د خبریالانو بنسټیزو او قانوني حقونو ته درناوی وکړي او په بند پاتې نور رسنیز کارکوونکي له قید او شرطه پرته آزاد کړي.