له ښي اړه لومړ د پیغام راډیو مسؤل مدیر روح الله حکیمي د خپلو همکارانو روح الله رهنورد او احمدشاه مخلص سره په سټوډیو کې د ژوندۍ خپرونې پرمهال، پیغام راډیو ۱۴۰۲ وري ۲۱ مه
۱۴۰۲ وري ۲۱ مه
قلات- د زابل ولایت په مرکز کې۔ چې هیڅ تلویزیون او سیمه ییزې چاپي خپرونې پکې نه شته، پیغام راډیو د پنځمې خصوصي راډیو په توګه د څو ورځو امتحاني نشراتو وروسته په رسمي توګه د زابل ولایت په مرکز کې په رسمي ډول فعالیت پېل کړ.
د پیغام راډیو مسؤل مدیر د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل چې دا راډیو یې د زابل ولايت له یو تن فرهنګي احمدشاه مخلص سره په ګډه په شخصي پانګونې جوړه کړې ده او موخه یې د زابل ولایت ټولو اوسیدونکو ته د ورځنیو مسایلو او موضوعاتو ته پوښښ ورکول دي.
هغه وویل چې پیغام راډیو د اف ام ۹۰.۱ څپو باندې فعالیت کوي او د زابل ولایت سربېره د کندهار په ارغستان او معروف ولسوالیو کې هم د لاسرسي وړ ده.
حکیمي زياته کړه چې د پیغام راډیو نشرات د سهار له ۷ بجو پېل او دشپې تر ۱۲ بجو دوام کوي او د خبر برخې ترڅنګ د ټولنیزو، کلتوري او ورزشي خپرونو لرونکې ده چې په پښتو ژبه خپرونې کوي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرايي رئیس احمد قريشي د پیغام راډیو د فعالیت له پیل څخه د هرکلي ترڅنګ وویل چې د سخت اقتصادي حالت او رسنیو باندې د کار سختو شرایطو ته په کتو، په زابل کې د یوې تازه راډیویي شبکې د فعالیت پېل هیله بخښونکی دی.
هغه هیله وښوده چې دا رسنۍ به وکولی شي چي د هیواد د ټولیزو رسنیو قانون او د خبريالۍ کاري اصولو په پام کې نیولو سره سم، خلکو ته د اطلاعاتو د رسونې په برخه کې کار وکړي.
اوسمهال په زابل کې د ملي تلویزیون سیمه ییزه څانګه کار نه کوي او په دې ولایت کې هیڅ شخصي تلویزیون او چاپي رسنۍ فعالیت نه لري او په سیمه ییزه کچه د خلکو تکیه په خصوصي راډیو ګانو ده.
اوس مهال په زابل کې د پیغام راډیو سربېره د ښکلا، تعلیم الاسلام او شیخ متي خصوصي راډیوګانې او په قلات ”ولایت مرکز“ کې ملي راډیو او په شاجوی ولسوالۍ کې د سورغر راډیوګانې فعالیت کوي.