کندهار، ۱۲ لړم ۱۳۹۲
د مېرمن محلي راډیو خبریال عبدالمتین بریال د کندهارــ کابل پر لویه لار ترافیکي پېښه کې ووژل شو.
د میرمن راډیو مسوول مدیر احمدالله څرګند د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي، چې دا پېښه د یک شنبې په سهار د غزني او قلات ترمنځ شوې ده.
د نوموړي په وینا د عبدالمتین او ملګرو موټر یې چې د کابل پرلور روان و، د ډیر ګړندي تګ له امله د مسافر وړونکو له یو بس سره ټکر کړی.
د غزني ولایت مرستیال محمدعلي احمدي د پېښې د پخلي ترڅنګ زیاته کړه چې له عبدالمتین سره موټر کې ناست درې تنه هم وژل شوي دي.
ویل کیږي، دې پېښه کې د مسافر وړونکي بس سوارلیو ته زیان نه دی رسیدلی؛ خو چلوونکی یې د پېښې ځای څخه تښتیدلی دی.
۲۸ کلن عبدالمتین له شاوخوا یونیم کال راهیسې کندهار ولایت کې د میرمن راډیو سره د ژونالیست په توګه کار کاوه.
د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس او خبریالانو کلب مشر دواخان مینه پال ځانګړو خبر پاڼو کې عبدالمتین بریال لویه ضایعه وګڼله.
د افغانستان خبریالانو مرکز د دې ځوان ژونالیست مرګ د هیواد رسنیو لپاره لویه ضایع ګڼي او ورته د بخښنې غوښتونکي دي.
د هیواد لویې لارې په ځانګړې توګه د کندهار ــ کابل لویه لار تل د داسې خونړیو ترافیکي پېښو شاهده وي، چې ترافیکي اصولوته نه پاملرنه یې لوی لامل په ګوته شوی دی.
تیرکال د سنبلې میاشتې په ۲۴ نېټه په ورته پېښه کې کندهار ته پر لار مسافر لیږدوونکي بس کې ناست ۵ خبریالان او درسنیو کار کوونکي د غزني ولایت په آب بند سیمه کې مړه شول.