۲ کب ۱۳۹۶
کابل: د افغانستان خبریالانو مرکز انځور ګر ژورنالیست بندي کونه غندي او له ځایي ادارې غواړي هر څومره ژر چې امکان ولري هغه دې ازاد کړي.
عبدالعلي افغان تېره روځ د دې ولایت استناف څارنوال عبدالرحمان کوشان په امر ونیول شو.
د کندهار څارنوالۍ مشر ویلي، چې افغان د فېسبوک یوپسټ کې ټولو څارنوالانو ته په بدو الفاظو لېکلوسپکاوی کړی، چې له همدې امله نیول شوی دی.
دې مسوول کس زیاته کړې ده، وروسته له دې هغه کسان چې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خلکو او مسوولینو ته سپکاوی وکړي د تعقیب لاندې نیول کیږي.
دې ځایي انځورګر ــ خبریال د سلواغې ۸ په اړه په خپلې ټویټر او فیسبوک صفحه کې یو مطلب خپور کړی و.
د افغانستان خبریالانو مرکز د عبدالعلي افغان نیونه غېري قانوني ګڼي او غندي یې او له کندهار څارنوال غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د دې خبریال نېونې ته پای ورکړي.
دې بنسټ په ورته وخت کې یادونه وکړه چې په هیڅ صورت د خلکو، حقیقي او یا حکمي اشخاصو سپکاوی د توجیه وړ نه دی او د غندلو وړ دی.
د ډله ییزو رسنیو قانون له مخې له رسنیو، خبریالانو او رسنیو کار کوونکو څخه هر ډول شکایت د رسنیزو تېروتنو کمیسیون له لورې څېړل کیږي، د تیر وتنې په صورت کې موضوع عدلي او قضایي برخو ته راجع کیږي.