د «عینک» خصوصي راډیو په لوګر ولایت کې خپرونې پېل کړې

د «عینک» خصوصي راډیو په لوګر ولایت کې خپرونې پېل کړې

۱۴۰۲ مرغومي ۲۴

پل علم، لوګر-عینک خصوصي راډیو په لوګر ولایت د شاوخوا دوه میاشتو ازمایښتي خپرونو وروسته د دې ولایت په مرکز پل علم کې په رسمي ډول فعالیت پېل کړ.

دا راډیو نن د طالبانو د حکومت د یو شمېر مسوولینو او خبریالانو په شتون کې پرانیستل شوه. د عینک راډیو مسوول مدیر مطیع الله سرور د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې دا راډیو د سهار له ۶ د شپې تر ۱۲ بجو فعالیت لري او سیاسي، ټولنیزې، کلتوري، دیني، روغتیایي، ښوونیزې او روزنیزې او همدارنګه د ماشومانو او میرمنو لپاره ځانګړې خپرونې تولید او خپروي.

د عینک د مسوول مدیر په وینا د دې راډیو خپرونې د لوګر ولایت سربیره د میدان وردګ، پکتیا او کابل ولایتونو په ډیرو برخو کې په ۹۵.۵ اف ام څپو باندې د لاسرسي وړ دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راډیو د پرانیستې په مراسیمو کې وویل، چې د دې راډیو جوړېدل د دې ښودنه کوي چې نویو رسنیو ته د فعالیت زمینه برابره ده. هغې اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې محدودیت او د ځان سانسورونې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل د طالبانو حکومت له سانسور سره مبارزه کوي او د ادارو مسولین د اطلاع رسونې په برخه کې د سانسور نه کولو ته ژمن دي.

عینک راډیو په داسې وخت کې په رسمي ډول خپرونې پېلوي چې په هیواد کې د نوو خصوصي رسنیو جوړول له جدي خنډونو سره مخ وي او په ځانګړې توګه د راډیو او تلویزیون د فعالیت لپاره د جواز ترلاسه کولو غوښتنلیک ردېږي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرایي رئیس احمد قریشي د عینک راډیو له جوړېدو د هرکلي ترڅنګ وویل چې بد اقتصادي حالت او د رسنیو د کار پر وړاندې شته خنډونو ته په کتو لوګر ولایت کې د یوې نوې راډیو جوړېدل ښه زیری دی. نوموړي هیله څرګنده کړه چې دا راډیو د یوې خپلواکې رسنۍ په توګه د اطلاع رسونې په برخه کې په ښه ډول کار وکړي.

اوس مهال د عینک راډیو سربېره د پنځه خصوصي رسنیو له جملې ملي پیوند، زینت، اتحاد، مهال او ملي راډیو(دولتي) راډیو ګانې په لوګر ولایت کې فعالیت کوي.