په خوست کې د "ژمن" راډیو چې پنځه ورځې وړاندې د موسیقۍ د خپرولو له امله تړل شوې وه، د فعالیت اجازه ترلاسه کړه

په خوست کې د "ژمن" راډیو چې پنځه ورځې وړاندې د موسیقۍ د خپرولو له امله تړل شوې وه، د فعالیت اجازه ترلاسه کړه

۱۴۰۳ د لړم ۲۱

خوست- په خوست کې د "ژمن" خصوصي راډيو چې پنځه ورځې وړاندې د خپلې يوې خپرونې په بګراونډ کې د موسيقۍ د شتون له امله تړل شوې وه، د فعاليت اجازه ترلاسه کړه. د افغانستان د خبريالانو مرکز د ژمن راډيو د بيا پرانستلو هرکلى کوي، خو په دې موده کې يې تړل د ازادو رسنيو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه ګڼي چې، بايد نه وو ترسره شوی.

په خوست ولايت کې يوې ځايي سرچينې چې موضوع يې له نږدې څارلې، د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل چې د ژمن راډيو دفتر نن ماسپښين شاؤخوا دوه بجې پرانيستل شو، د هغه په وينا، یادې راډیو ته د امر بالمعروف ادارې له لوري وروسته له هغې د فعاليت اجازه ورکړل شوه چې، مسؤولینو یې د دې ادارې له حکم سره سم د موسيقۍ د نه خپرولو ژمنه وکړه.

د لړم په ۱۶مه د خوست د امر بالمعروف ادارې د کارکوونکو له خوا د ژمن راډیو دفتر وتړل شو. ژمن راډیو تورنه شوې وه چې، د یاد ولایت د ورځنیو ټولنیزو چارو په اړه جوړې شوې یوې سهارنۍ خپرونې په بګراونډ کې یې موسیقي کارولې ده.

په خوست ولایت کې په روانه میاشت کې درې راډیوګانې د امر بالمعروف ادارې له لوري د لګول شویو بندیزونو د نه مراعاتولو له امله تړل شوې دي.

غرغشت راډیو د عقرب په لسمه د یوې خپرونې په بګراونډ کې د موسیقۍ د خپرولو په تور تړل شوې وه او له درېیو ورځو وروسته د امر بالمعروف ادارې د رسنیزې کړنلارې سره سم فعالیت کولو په موخه د لیکلې ژمنې له وړاندې کولو وروسته بېرته پرانیستل شوه خو " لونګ" ښوونیزه راډیو چې، د موسیقۍ په خپرولو او د نجونو د ټلیفوني اړیکو په ځوابولو تورنه شوې وه لا هم تړلې ده.

د لړم په پنځمه نېټه د خوست ولايت د امنيه قوماندانۍ، اطلاعاتو او کلتور، امر بالمعروف او استخباراتو ریاستونو د استازو د يوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې، د موسيقي خپرول - حتی په سوکه توګه د اعلانونو په بګرونډ کې - په بشپړ ډول منع دي.

ژمن راډیو یوه خصوصي راډیو ده چې اووه کاله وړاندې په خوست کې جوړه شوه. دا راډیو سیاسي، دیني، ټولنیز، ورزشي او ښوونیزې خپرونې چمتو او خپروي او خوست سربېره د پکتیا ولایت په ځینو سیمو کې هم د اورېدل کېږي.

د افغان خبریالانو مرکز په داسې حال کې چې د ژمن راډیو د بیا پرانیستلو هرکلی کوي، د پنځو ورځو لپاره یې تړل د ازادو رسنیو له اساسي حقونو ښکاره سرغړونه بولي. د افغانستان د خبریالانو مرکز په رسنیو باندې د دغه ډول غیر منطقي محدودیتونو او ځان سانسورۍ د منلو لپاره د فشارونو د زیاتېدو په اړه ژوره اندیښنه څرګندوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له پرېکړه کوونکو چارواکو غواړي چې رسنیو ته اجازه ورکړي چې د خپلو مسلکي حقونو او د هېواد د رسنیو د قانون پر بنسټ فعالیت وکړي.

د ټولنیزو رسنیو د قانون له مخې چې د طالبانو حکومت هم د پلي کېدو وړ ګڼلی، خبریالان او رسنۍ د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازادې دي او مسؤولین باید د هغوی په کارونو کې محدودیتونه رامنځته نه کړي او ویې نه ګواښي، بلکې باید ملاتړ یې وکړي.