په خوست کې د امر بالمعروف ادارې له لوري درېیمه خصوصي راډیو هم وتړل شوه

په خوست کې د امر بالمعروف ادارې له لوري درېیمه خصوصي راډیو هم وتړل شوه

۱۴۰۳ د لړم ۱۸

خوست- په خوست کې «لونګ» ښوونیزه راډیو د یاد ولایت د امر بالمعروف ادارې له لوري د نجونو د اړیکو او د‌ خپرونو په بګرونډ کې د موسیقي د شتون په تور وتړل شوه. دا په تېره یوه اوونۍ کې درېیمه خصوصي راډیو ده چې په خوست کې تړل کېږي. د افغانستان د خبريالانو مرکز د لونګ راډيو پر بندېدو د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره دغه کړنه د ازادو رسنيو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولي او د خوست له سيمه ييزې ادارې څخه غواړي چې دغه راډيو ژر تر ژره له کوم شرط پرته پرانيزي او د محلي رسنیو د ځپلو بهیر پای ته ورسوي.

په خوست ولایت کې یوه خبریال چې دا موضوع یې له نږدې څارلې، د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې د لونګ تعلیمي راډیو دفتر د سه شنبې په ورځ د امر بالمعروف ادارې له لوري وتړل شو.

د خوست ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په خوست کې يوې بلې سرچينې وويل « د لونګ راډيو د دې لپاره تړل شوې چې نجونې دې رسنۍ ته زنګ وهي او د خپلو پروګرامونو په بګرونډ کې موسيقي خپروي.» د دغې سرچينې په وينا، لونګ راډيو ښوونیز پروګرامونه د ښوونځيو پر درسي کتابونو او له ښوونځي څخه پاتې نجونو په زده کړه راڅرخي او د دې بهیر د يوې برخې په توګه نجونې هم د خپلو درسونو په اړه د پوښتنو لپاره راډیو سره اړیکه نیسي.

دا په تېره یوه اوونۍ کې درېیمه خصوصي راډیو ده چې د امر بالمعروف ادارې له لوري په خوست کې تړل کېږي. تر دې وړاندې ژمن راډیو د لړم په ۱۶مه او غرغښت راډیو د لړم په ۱۰مه تړل شوې وه. غرغښت راډیو له درې ورځو وروسته د امر بالمعروف ادارې له لوري د لګول شویو بندیزونو په پام کې نیولو په موخه د یوه لیکلي ژمنې په وړاندې کولو سره بېرته پرانیستل شوه، خو ژمن راډیو لا هم تړلې ده.

د لړم په پنځمه نېټه د خوست ولايت د امنيه قوماندانۍ، اطلاعاتو او کلتور، امر بالمعروف او استخباراتو ریاستونو استازو د يوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې، د موسيقي خپرول - حتی په سوکه توګه د اعلانونو په بګرونډ کې - په بشپړ ډول منع دي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر سبحان الله اعظم خبرداری ورکړ، که چرته رسنۍ د موسیقي پر خپرولو د بندیز له حکم څخه سرغړونه وکړي، له دوی سره به داسې چلند وشي، چې له دې وړاندې یې نه وي لیدلی.

په خوست کې په رادیوګانو او ټلویزیونونو کې د نجونو پر اړیکو د تېر کال د کب په پنځمه نېټه بندیز ولګېد. د خوست امنیه قوماندانۍ د یو رسمي لیک په خپرولو سره د رسنیو مسؤولینو ته خبرداری ورکړی وو چې که چرته د نجونو ټلفني اړیکو ته لاره هواره کړي را وبه غوښتل شي او له قانوني چلند سره به مخ شي.

لونګ یوه خصوصي ښوونیزه راډیو ده چې له ښوونځي څخه بې برخې شوې نجونو ته ښوونیز پروګرامونه جوړوي. یادې راډيو د ۱۴۰۲ لمريز کال د سلواغې مياشتې په پيل کې په رسمي ډول په فعالیت پیل وکړ چې خپرونې يې د خوست ولايت سربېره د پکتيا او پکتيا ولايتونو په ځينو سيمو کې هم اورېدل کېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خوست د ادارې له خوا د لونګ راډيو د تړل کېدو په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره د علم خوښونکو او ښوونځيو څخه بې برخې نجونو د ټليفوني اړيکو او موسیقي خپرولو له امله د یادې راډیو ټړل د ازادو رسنیو له اساسي حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولي او د دې ډول محدودیتونو د زیاتېدو د پایلو او د محلي رسنیو د انزوا په اړه خبرداری ورکوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له پرېکړه کوونکو چارواکو څخه غواړي چې دا پرېکړه دې له کوم قید او شرط پرته لغوه کړي او راډیو ګانو ته دې اجازه ورکړي ترڅو له بهرني فشار، وېرې او ځان سانسورۍ پرته د هېواد د ټولنیزو رسنیو د قانون پر بنسټ خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د ټولنیزو رسنیو د قانون له مخې چې د طالبانو حکومت هم د پلي کېدو وړ ګڼلی، خبریالان او رسنۍ د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازادې دي او مسؤولین باید د هغوی په کارونو کې محدودیتونه رامنځته نه کړي او ویې نه ګواښي، بلکې باید ملاتړ یې وکړي.