خوست کې د امر بالمعروف ادارې له لوري د ژمن راډیو دفتر د یوې خپرونې په بګرونډ کې د موسیقي د شتون له امله وتړل شو

خوست کې د امر بالمعروف ادارې له لوري د ژمن راډیو دفتر د یوې خپرونې په بګرونډ کې د موسیقي د شتون له امله وتړل شو

۱۴۰۳ د لړم ۱۶

خوست- په خوست کې د یاد ولایت د امر بالمعروف ادارې له لوري د "ژمن" خصوصي راډيو دفتر په دې تور چې د يوې خپرونې په بګرونډ کې یې موسيقي شتون لري، وتړل شو. د افغانستان د خبريالانو مرکز د ژمن راډيو پر تړل کېدو د ژورې اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ، یاد اقدام د ازادو رسنيو له حقونو ښکاره سرغړونه بولي او د خوست له سيمه ييزې ادارې څخه غواړي چې اجازه ورکړي ترڅو دغه راډيو ژر تر ژره او له کوم شرط پرته پرانيستل شي.

په خوست ولایت کې یوه خبریال چې دا موضوع یې له نږدې څارلې، د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل د ژمن راډیو دفتر نن ماسپښین شاوخوا ۱:۳۰ بجه د امر بالمعروف ادارې له لوري وتړل شو.

په خوست کې يوه بله سرچينه وايي، چې نن سهار په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د سيمه ييزې ادارې ګډ کمېسيون د امر بالمعروف، اطلاعاتو او کلتور، استخباراتو او امنيه قوماندانۍ د استازو په شتون کې غونډه جوړه کړه چې په ترڅ کې یې پرېکړه وشوه ترڅو د ژمن راډیو دفتر د موسیقي د خپرولو په تور وتړل شي.

دغه سرچينه وايي، ژمن راډيو د یوې سهارنۍ خپرونې په بګرونډ کې چې د یاد ولایت د ورځنیو ټولنېزو مسائلو په اړه یې چمتو شوې وه په ډېره سوکه توګه موسيقي کارولې، چې د امر بالمعروف ادارې یاده کړنه د رسنیزې پالیسۍ څخه سرغړونه بللې او تېره اوونۍ په دې اړه خبرداری ورکړی و.

ژمن په خوست کې دویمه سیمه ییزه رسنۍ ده چې له دې خبرداري وروسته تړل کېږي. د لړم په ۱۰ مه غرغښت راډیو د ورته تور له امله تړل شوې وه او له درېیو ورځو وروسته د امر بالمعروف ادارې د نوي حکم د پلي کولو په موخه په لیکلي بڼه د ژمنې له کولو وروسته، بېرته پرانیستل شوه.

د سلواغې په پنځمه نېټه د خوست ولايت د امنيه قوماندانۍ، اطلاعاتو او کلتور، امر بالمعروف او استخباراتو ریاستونو د استازو د يوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې، د موسيقي خپرول - حتی په سوکه توګه د اعلانونو په بګرونډ کې - په بشپړ ډول منع دي. د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر سبحان الله اعظم خبرداری ورکړ، که چرته رسنۍ د موسیقي پر خپرولو د بندیز له حکم څخه سرغړونه وکړي، له دوی سره به داسې چلند وشي، چې له دې وړاندې یې نه وي لیدلی.

ژمن راډیو یوه خصوصي راډیو ده چې اووه کاله وړاندې په خوست کې جوړه شوه، دا راډیو سیاسي، دیني، ټولنیز، ورزشي او ښوونیزې خپرونې چمتو او خپروي او د خوست سربېره د پکتیا ولایت په ځینو سیمو کې هم اورېدل کېږي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز په خوست کې د امر بالمعروف ادارې له لوري د ژمن راډيو د بندېدو په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره د دې رسنۍ د فعالیت ودرول د ازادو رسنيو له بنسټيزو حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولي او په دې اړه د محدوديتونو د سختېدو له بدو پايلو خبرداری ورکوي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له پریکړه کوونکو چارواکو غواړي چې یاده پرېکړه لغوه کړي او ژمن راډیو ته اجازه ورکړي ترڅو د هیواد د ټولنیزو رسنیو قانون پر بنسټ خپل کار ته دوام ورکړي.

د ټولنیزو رسنیو د قانون له مخې چې د طالبانو حکومت هم د پلي کېدو وړ ګڼلی، خبریالان او رسنۍ د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازادې دي او مسؤولین باید د هغوی په کارونو کې محدودیتونه رامنځته نه کړي او ویې نه ګواښي، بلکې باید ملاتړ یې وکړي.