1402 کب 6
خوست- د خوست ولایت امنیې قومندانۍ د دې ولایت په راډیو ګانو او تلویزیونونو کې د نجونو په هر ډول ټلیفوني اړیکو د بندیز ترڅنګ د رسنیو مسوولینو ته ګواښ کړی، که په رسنیو کې نجونو ته د ټلیفوني اړیکې نیولو زمینه برابره کړي احضار او تر قانوني څار لاندې نیول کېږي کېږي. د افغانستان دخبریالانو مرکز د ازادو رسنیو پر فعالیت باندې د دغه حکم د پایلو په اړه د جدي اندېښنې په څرګندولو سره د دې حکم د لغوه کولو غوښتنه کوي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د دغه مکتوب یوه کاپي ترلاسه کړې، چې د کب په 5 نېټه په خوست ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندان «عبدالرشید عمري» په لاسلیک خپور شوی.په دې لیک کې راغلي دي:«د خوست یو شمېر خصوصي راډیو ګانې اخلاقي فساد ته لمن وهي چې ښه بېلګه یې د ښوونځیو درسونو او ټولنیزو خپرونو نشرول دي، چې په ډېر شمېر کې نجونې پکې ټلیفوني اړیکې نیسي.» د خوست امنیه قومندان ویلي دي:«د دې ښوونیزو او ټولنیزو خپرونو څخه په سوء استفادې، نجونې په رسمي او غېرې رسمي وختونو کې د خپرونو پرمخ وړونکو سره ناروا اړیکې جوړوي، چې دا ډول اړیکې له یوې خو ټولنه اخلاقي فساد ته بیا یي او له بلې خوا د اسلامي معیارونو خلاف کار دی.»
په مکتوب کې راغلي، چې سيمه ييزې راډيوګانې او ټلوېزيونونه د پوهنې رياست څخه د ښوونځيو د نصاب د خپرولو اجازه نه لري، د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه غوښتل شوي، چې دغه مکتوب دې رسنيو ته ورسوي. د خوست امنیې قومندانۍ د مکتوب په پای کې خبرداری ورکړی، که چیرې سیمه ییزې رسنۍ خپلو خپرونو کې نجونو ته د اړیکې نیولو زمینه برابره کړي او دغې چارې ته دوام ورکړي مسوولین به یې احضار او تر قانوني څار لاندې ونیول شي.
دا مهال په خوست ولایت کې د ملي (دولي) راډیو ټلویزیون ترڅنګ 15 راډیوګانې او درې خصوصي تلویزیونونه فعالیت کوي.
په ټوله کې د رسنیو لپاره د طالبانو رسنیزې کړنلارې د استخباراتو ریاست او امر بالمعروف له لورې په مستقیم او شفاهي ډول اعلان او پلې کېږي، خو د خوست امنیې قومندانۍ له لورې سیمه ییزو رسنیو سره د نجونو د ټلیفوني اړیکو دوام او زمینې برابرولو د پایلو په اړه ګواښ په خپل ډول کې بې ساری دی. په خوست کې یو شمېر خبریالان باور لري، چې اطلاعاتو او کلتور ریاست د داسې یو مکتوب صادرولو ته زمینه برابره کړې ده.
د خوست په ګډون په هېواد کې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځيو د تړل کېدو له امله په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د رسنيو له لارې د ښوونځيو د درسي پروګرامونو خپرولو لړۍ ډېره شوې ده.په خوست کې ځايي سرچينو د افغانستان دخبريالانو مرکز ته وويل، چې ځينې رسنۍ له تعليمي نصاب څخه بهر درسي کتابونه کاروي او په ځینو مواردو کې، دوی د خپلې خوښې درسي کتابونه په لوړه بیه پلوري.
د افغانستان دخبريالانو مرکز د خوست د امنيې قوماندانۍ له لورې د دې ولايت خبريالانو او د رسنيو مسوولينو د احضارولو او محاکمه کولو ګواښ چې نجونو ته د ټيلېفون له لارې له رسنيو سره د تماس د زمينې برابرولو په برخه کې د رسنيو د قانون خلاف کار بولي.
د افغانستان خبریالانو مرکز د دې کړنلارې له لارې د رسنیو په چارو کې د لاسوهنې او کاري محدودیتونو زیاتوالي احتمال ته په کتو، د هغې د لغوه کولو او د ټولیزو رسنیو د قانون پربنسټ د خبریالانو او رسنیو د حقونو د رعایت غوښتنه کوي.
د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې، چې د طالبانو حکومت هم د تطبیق وړ ګڼلی خبریالان د خپل مسلکي کار پرمهال ازاد دي او مسوولین باید د هغوی د کار پر وړاندې خنډ نه شي او یا یې وګواښي، بلکې له هغوی ملاتړ وکړي. د دې قانون له مخې له خبریالانو او رسنیو څخه شکایتونو ته باید د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو کمېسیون له لارې رسیدګي وشي، خو شواهد ښيي چې دغه کمېسیون په عمل کې له پامه غورځېدلی او غیر مسوول چارواکي په مستقیم یا غیر مستقیم ډول رسنۍ ګواښي او یا یې په کارونو کې لاسوهنه کوي.