په خوست کې «نن» خصوصي راډیو د ځایي چارواکو په امر بنده شوه

په خوست کې «نن» خصوصي راډیو د ځایي چارواکو په امر بنده شوه

په خوست ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ په امر د ۱۴۰۲ د مرغومي ۲۶ مه د خوست ښار په دویمه ناحیه کې د نن راډیو دفتر خالي او د دې راډیو نشرات بند شو.

۱۴۰۲ مرغومي ۲۶

خوست-په خوست ولایت کې د «نن» خصوصي راډیو د هغه څه له امله چې«حقوقي موضوع» ګڼل کېږی په دې ولایت کې د سیمه ییزو چارواکو په امر بنده او نشرات یې پرې شو.د افغانستان خبریالانو مرکز د دې پېښې په اړه د خپلې ژورې خواشینۍ په څرګندول سره ژر تر ژره له کوم شرط پرته د دې رسنۍ د بیا پرانیستل کېدو غوښتنه کوي.

یوې ځایي سرچینې د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل:«د خوست امنیه قومندانۍ امنیتي ځواکونو نن ورځ شاوخوا غرمه ۱۲ بجې د خوست ښار په دوهمه ناحیه کې د یادې راډیو دفتر ته په دننه کېدو سره، د کار کوونکو په ګواښلو، د زور په کارونې، د نن راډیو وسایل او تجهیزات د دې رسنۍ له ودانۍ وویستل او د هغې دروازه یې وتړله.»

هغې وویل:«په دې کار سره د نن راډیو خپرونې بندې شوې او کار کوونکو ته یې هم وویل شوو، چې سیمه خوشې کړي.» دې سرچینې زیاته کړه چې د راډیو دفتر خالي کولو پر وخت څلور کار کوونکي ونیول شوو او له شاوخوا دوه ساعتونو وروسته خوشې شوو؛ مګر د دې راډیو د څښتن ورور سفیر محمد ځدراڼ چې یوه اونۍ مخکې نیول شوی و تر اوسه نه دی خوشې شوی.

مګر د خوست امنیه قومندانۍ ویاند طاهر احرار د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل:«امنیتي ځواکونو ننې عمل د خوست ابتدایه محکمې د حکم په امر کړی دی.محکمې حکم کړی و چې د راډیو څښتن د کور خاوند ته میاشتنۍ کرایه نه ده ورکړې، باید ودانۍ خالي کړي او دا حکم نن پلی شو.»

احرار زیاته کړه:«موږ د نن راډیو له فعالیت سره ستونزه نه لرو، د راډیو څښتن کولای شي خپل وسایل او تجهیزات بل ځای ته یوسي او د قانون سره سم خپله راډیو بیا فعاله کړي.»

د خوست ابتدایه محکمې حکم کړی چې د راډیو څښتن د میاشتنۍ کرایه د نه ورکولو له امله د دې راډیو دفتر خالي کړي او څښتن ته دې وسپاري.

د ټولیزو رسنیو قانون د څلورمې مادې له مخې، چې د طالبانو له خوا هم د پلې کیدا وړ ګڼل شوی دی راغلي دي، چې هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولی، چې د ازادو خبري یا معلوماتي رسنیو فعالیت منع، تحریم، سانسور او محدود کړي، یا یې په خپرنیزو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د ډله ییزو رسنیو قانون د عملي کېدو ترڅنګ په خوست کې د سیمه ییزو چارواکو څخه غواړي نن راډیو ته دې ژر تر ژره د فعالیت د پېل زمینه برابره کړي.

نن راډیو په ۱۳۸۹ کال په خوست ښار کې جوړه او فعالیت یې پېل کړ. دا راډیو سیاسي، ټولنیزې، کلتوري، ورزشي او دیني خپرونې تولید او خپروي او په ۸۹.۱ اف ام څپو په خوست او شاوخوا سیمو کې د لاسرسي وړ دي.