۹ لیندۍ ۱۴۰۳
خوست – په خوست ولایت کې د پژواک خبری آژانس خبریال یوسف منګل د یوې ترافیکي پېښې له امله ټپي شوی او د دوه سیمهییزو خبریالانو په ګډون ځینې نور کسان زیانمن شوي دي.
یوې سیمهییزې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې دا پېښه پرون وروسته له غرمې رامنځته شوې ده. د سرچینې په وینا، دا خبریالان د خوست قلندر ولسوالۍ کې د یوې پروژې خبري پوښښ لپاره ته تللي وو چې د راستنېدو پر مهال د دوی موټر ټکر وکړ. د هغه په وینا، په دې پېښه کې د پژواک خبریال یوسف منګل ټپي شوی دی، او د شمشاد تلویزیون خبریال محمد عیسی څرګند، د کلید راډیو خبریال بصیر یاد، او د خوست سیمهییزې ادارې ویاند مستغفر ګربز هم زیانمن شوي، خو د هغوی ټپونه ژور نه دي.
د یوسف منګل یوه خپلوان نن جمعه د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې منګل د سر له ناحیې ټپي شوی او ښۍ لاس یې مات شوی دی. د هغه په وینا، د منګل د لاس جراحي عملیات په خوست کې په یوه خصوصي روغتون کې ترسره شوي، او د طبي ټیم په وینا د هغه وضعیت د ډاډ وړ دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرائیه ټیم د دې پېښې د رامنځته کېدو له امله خپله خپل خپګان څرګندوي او د لوی خدای جل جلاله څخه یوسف منګل ته د عاجلې روغتیا غوښتنه کوي.