۱۴۰۳ د لړم ۱۲
خوست- په خوست کې "غرغښت" راډيو چې درې ورځې وړاندې د ځينو راډیویي خپرونو په بګرونډ کې د موسيقۍ د شتون له امله د یاد ولایت د امر بالمعروف ادارې له لوري تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه. د افغانستان د خبريالانو مرکز د غرغشت راډيو د بيا پرانستلو د هرکلى ترڅنګ په یاده موده کې د دغې راډیو تړل د ازادو رسنيو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولي، چې بايد نه واى ترسره شوې.
په خوست ولايت کې يوه خبريال چې موضوع يې له نږدې څارلې د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل چې، نن مازديګر شاؤخوا پنځه بجې د غرغښت راډيو له مسؤولینو څخه د سيمه ييزې ادارې د رسنيزې پاليسۍ په پام کینولو له ژمنې اخیستلو وروسته بېرته پرانيستل شوه. نوموړي وويل چې، غرغښت راډيو د پنجشنبې مازیګر د لړم په لسمه د امر بالمعروف ولایتي ادارې له لوري تړل شوې وه.
د هغه په وينا، د سلواغې په پنځمه په خوست کې د امر بالمعروف، اطلاعاتو او کلتور ریاست، استخباراتو او امنیه قوماندانۍ د استازو په شتون کې یوه ناسته جوړه شوه چې په ترڅ کې یې رسنيو ته خبرداری ورکړل شو ترڅو د اعلانونو او خپرونو په بګرونډ کې د موسيقي خپرول (حتا په سوکه بڼه) په بشپړ ډول منع دي.
يوې بلې سيمه ييزې سرچينې د دې خبرې د پخلي ترڅنګ وويل چې، د غرغښت راډيو له تړل کېدو يوه ورځ وروسته په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د سيمه ييزو رسنيو له استازو سره يوه بله غونډه جوړه شوه چې په ترڅ کې یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر سبحان الله خپلواک خبرداری ورکړ چې، د سیمه ییزې ادارې د پرېکړې له مخې، که چرته رسنۍ د موسیقي پر خپرولو د بندیز له حکم څخه سرغړونه وکړي، له دوی سره به داسې چلند وشي، چې له دې وړاندې یې نه وي لیدلی.
غرغښت راډیو یوه خصوصي راډیو ده چې شپږ کاله وړاندې په خوست کې جوړه شوه، چې د ورځې ۱۸ ساعته فعالیت کوي او خپرونې یې د خوست ولایت سربېره په ګاونډیو ولایتونو لکه پکتیا، پکتیا او د پاکستان هېواد په سرحدي سیمو کې اورېدل کېږي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د غرغښت راډيو د بيا پرانيستلو د هرکلي ترڅنګ د یادې راډیو د درېيو ورځو لپاره تړل د ازادو رسنيو له اساسي حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې پر رسنیو د کاري محدودیتونو د سختېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او د طالبانو له چارواکو غواړي چې رسنیو ته اجازه ورکړي ترڅو د هېواد د ټولنیزو رسنیو د قانون پر بنسټ کار ورکړي.
د ټولنیزو رسنیو د قانون له مخې چې د طالبانو حکومت هم د پلي کېدو وړ ګڼلی، خبریالان او رسنۍ د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازادې دي او مسؤولین باید د هغوی په کارونو کې محدودیتونه رامنځته نه کړي او ویې نه ګواښي، بلکې باید ملاتړ یې وکړي.