دغزني خبریالانو له ولایت مقام سره خبري پرېکون اعلان کړ

۱۳۹۸/۹/۳۰

غزنی- په غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر رحمت الله نیکزاد وايې په قره باغ ولسوالۍ کې د تیرې اونۍ د پیښې په غبرګون کې چې خبریالان يې ولایت مقام ته نه وو ور پرې ایښې او په دې وروستیو کې خبریالانو ته د معلوماتو نه ورکول هغه ستونزې دې چې ولایت ورته پاملرنه نکوي، نیکزاد وویل( تیره اونۍ په قره باغ کې ۲۳ د ملي اردو سرتیري ووژل شول کله چې خبریالانو غوښتل ولایت مقام ته ورشې او تاییدې واخلې خو دولایت سرتیرو خبریالانو ته اجازه نه وه ورکړي ترڅو ولایت ته داخل شې) نیکزاد وايې چې په دې وروستیو کې دغزني خبریالانو ته سم معلومات نه ورکول کیږې نو ځکه يې پرېکون اعلان کړی او دولایت خبرونه به نه خپروې.

 

په غزني کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل جمیل وقار وايې معلوماتو ته لاس رسی د هر چا حق ده خو ولایت مقام خبریالانو ته هیڅ معلومات نه ورکوي او دیوې پیښې په وخت کې چارواکې خپل ګرځنده تلفونونه بندوي او خبریالانو ته اجازه نه ورکول کیږې چې ولایت مقام ته داخل شې.

په غزني کې د خبریالانو ټولنې اعلان وکړ چې تر هغه به دا پرېکون دوام وکړي ترڅو چې دا ستونزه نه وي حل شوي

په غزني کې د افغانستان خبریالانو د مرکز استازی سیف الله مفتون وایې چې دغزني خبریالان پخپل وخت سره معلومات نشې تر لاسه کولی او زیاتره وخت دامنیتي او نورو پېښو د خبر ترلاسه کولو په خاطر سرګردانه وي خو چارواکي ورسره معلومات نه شریکوي خو کله چې تشریفاتي خبرونه وي بیا نو چارواکي خبریالانو پسې زنګونه وهې، تر هغه به دغه تحریم دوام وکړي ترڅو چې دا ستونزه دایمي نه وي حل شوي.