غزني کې د "خوشحال" راډيو مسؤول مدير په يوه مياشت بند محکوم شو

غزني کې د "خوشحال" راډيو مسؤول مدير په يوه مياشت بند محکوم شو

۱۴۰۳ د تلې ۲۳

غزني- د "خوشحال" خصوصي راډيو مسؤول حکمت ارين، د یاد ولايت د محکمې له خوا په يوه مياشت بند محکوم شو، خو د استخباراتو رياست د دې سزا سره موافقت نه دی ښودلی او د یادې مودې د زیاتېدو غوښتنه یې کړې ده. د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغې سزا د صادرېدو او د استخباراتو ریاست د مداخلې په اړه د ژورې خواشینۍ د څرګندولو ترڅنګ د دغه خبریال د ژر او بې له قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کوي.

په غزني ولايت کې يوې سيمه ييزې سرچينې چې د خوندیتوب له امله يې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي، د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل: د غزني ابتدائیه محکمې پرون حکمت ارين د طالبانو د جګړه‌ییزو عملیاتو په اړه د يوې موضوع د خپرولو په تور په يوه مياشت بند محکوم کړ.

محکمې روښانه کړې چې، د غزني استخباراتو ریاست کې د ارین توقیف هم د بند په موده کې شمېرل کېږي او دغه خبریال باید ۱۵ ورځې نور په بند کې تېرې کړي.

خو دغې سرچینې زیاته کړه چې د غزني ولایت استخبارتو ریاست د یادې پرېکړې سره موافق نه دی او غوښتي یې دي چې د ارین د بند موده دې زیاته شي.

ارین د تلې په ۸‌مه په غزني ښار کې په خپل کاري دفتر کې د استخباراتو له لوري ونیول شو.

د خوشحال راډيو د خبري برخې مسؤول سليمان راحل وايي، حکمت ارين د جمهوري رياست پر مهال او واک ته د طالبانو تر راتګ مخکې د افغانستان د جګړې او په کې د ښکېلو خواوو په اړه د يوه افغان ليکوال ليکل شوى کتاب په خپل غږ ثبت او خپور کړی وو.

د دې کتاب په یوه برخه کې د طالبانو د ځانمرګو عملیاتو یادونه هم شوې ده.

د خوشحال راډيو پر مسؤول مدير تور پورې شوى، چې په یو غږیز کلیپ کې يې د ځانمرګو عملياتو په اړه چې طالبان یې "استشهادي" عملیات بولي، خبرې کړي او په خوشحال راډيو کې يې خپرې کړي دي.

په داسې حال کې چې د راحل په وينا، دا غږیز کلیپ د جمهوریت پر مهال چمتو شوى او په خوشحال راډیو کې هم نه دی خپور شوی. د غزني د استخباراتو ریاست ارین تورن کړی چې په یاد کلیپ کې یې د طالبانو سپکاوي کړی.

خوشحال خصوصي راډيو شاوخوا اووه مياشتې وړاندې په غزني کې په کار پيل وکړ چې سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې، کلتوري او دیني خپرونې چمتو کوي او یا یې خپروي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز حکمت ارین ته د یوې میاشتې بند سزا غیر عادلانه او غیر شفافه ګڼي او په دې قضیه کې د استخباراتو د مداخلې د پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغې سزا د صادریدو او د استخباراتو ریاست د ښکاره لاسوهنې په اړه د ژورې خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ د محکمې پر پریکړې د بیا کتنې، د تورونو د لغوه کیدو او د دغه خبریال د ژر او بې له قیده خوشې کېدو غوښتنه کوي.