۱۴۰۳ د تلې ۱۱
غزني – په غزني کې د "خوشحال" خصوصي راډيو مسؤول مدير حکمت ارين د استخباراتو له لوري نيول شوى دى، د افغانستان د خبریالانو مرکز د ارین پر نیول کېدو د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره، د دغه خبریال د ژر او بې له شرطه خوشې کېدو غوښتنه کوي.
په غزني ولایت کې یوې سرچینې د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل، چې حکمت ارین، د تلې په ۸مه د یکشنبې په ورځ شاوخوا ۱۲ بجې په خپل کاري دفتر کې د غزني ولایت د استخباراتو ریاست د کارکوونکو له خوا ونیول شو.
د یادې سرچينې په وينا، حکمت ارين تورن شوى چې په يوه غږیز کلیپ کې یې د په تېرو جنګونو کې د طالبانو د ځانمرګو بريدونو په اړه خبرې کړي او په راډيو کې يې خپرې کړي چې په دې کار سره يې طالبانو ته سپکاوى کړى دى.
خو په غزني کې د ارين يو شمېر ملګرو د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وویا، ياده شوې موضوع واک ته د طالبانو تر راتګ مخکې او د جمهوريت پر مهال رامنځته شوې او پر ارين لګېدلي تورونه ناسم دي.
خوشحال خصوصي راډيو شاوخوا ۷ مياشتې وړاندې په غزني کې په کار پيل وکړ چې سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې، کلتوري او دیني خپرونې چمتو کوي او خپروي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د حکمت ارين د نيول کېدو په اړه د ژورې خواشينۍ په څرګندولو سره د غزني ولايت له سيمه ييزو طالب چارواکو څخه غواړي چې دغه خبريال ژر تر ژره او له کوم شرط پرته خوشې کړي؛ د ټولنيزو رسنيو د قانون له مخې خبريالان د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازاد دي او مسؤولین يې بايد د ګواښليدو او محدودولو پرځای ملاتړ وکړي.