۱۴۰۲ د زمري ۱۸
غزني- د باختر دولتي خبري اژانس خبريال سيد وحدت الله ابدالي په غزني ولايت کې ونيول شو. د غزني د سيمه ييزې ادارې چارواکي وايي، چې ابدالي درې ورځې وړاندې د يوې داسې موضوع په تور چې له خبريالۍ سره اړیکه نه لري نیول شوی او څیړنې ترې روانې دي. د افغانستان د خبريالانو مرکز د ابدالي پر نيول کېدو د خواشينۍ په څرګندولو سره له قید شرط پرته ژر تر ژره د دغه خبريال د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
په غزني ولایت کې یوې سرچینې د افغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي، چې سید وحدت الله ابدالي د شنبې په ورځ د زمري په ۱۵مه مازدیګر شاوخوا شپږ بجې د خواجه عمري ولسوالۍ په قلعه نو کلي کې د امنیه قومندانۍ له خوا له خپل استوګنځي څخه نیول شوی دی. یوې بلې سرچینې ویلي چې ابدالي دا مهال په خواجه عمري ولسوالۍ کې بندي دی او د جنایي موضوع په اړه ترې څېړنې روانې دي.
تر اوسه د سيمه ييزې ادارې سرچينو د دغه خبريال د وضعیت او له هغه د څیړنو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
سید وحدت الله ابدالي شاوخوا ۳۵ کاله عمر لري او له شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې په غزني ولایت کې د باختر دولتي خبري اژانس سره د خبریال په توګه دنده ترسره کوي. هغه د یوې لویې کورنۍ یوازینۍ « ډوډۍ» راوړونکی دی او د څلورو ماشومانو، میرمنې، مور او خویندو سره ژوند کوي.
د افغانستان دخبريالانو مرکز د ابدالي د نيولو په اړه د ژورې خواشينۍ په څرګندولو سره د غزني له سيمه ييزو چارواکو څخه غوښتنه کوي، چې دغه خبريال ژر تر ژره او له کوم شرط پرته خوشې کړي. په ورته وخت کې د افغانستان دخبريالانو مرکز له سيمه ييزې ادارې غواړي، چې د دغه خبريال پر وړاندې هر ډول شکايت د ټوليزو رسنيو د قانون پر بنسټ او د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څیړنو کمېسيون له لارې تعقیب کړي.