په غزني ولایت کې د «شمله» او «دهکده» خصوصي راډيوګانو دفترونه د کب په 20 نېټه د يکشنبې په ورځ وروسته تر هغې، چې د دې ادارې له لورې یې د جواز ترلاسه کولو غوښتنه له پامه وغورځوله «مهرلاک» شوو.
1402کب 25
غزني- د غزني ولایت ښاروالۍ دوه سیمه ییزې راډیو ګانې د ښاروالۍ د جواز مالیې د نه ورکولو له امله وتړلې او د کار مخه یې ونیوله او وروسته یې په دې شرط پرانستې چې له دې ادارې د سوداګرۍ جواز ترلاسه کړي.د افغانستان دخبریالانو مرکز د غزني ښاروالۍ پر دغه پریکړه د جدي اندیښنې په ښکاره کولو سره، په سیمه ییزه کچه د جواز په اخیستلو د رسنیو اړکول، په داسې حال کې چې له څو اړوند وزارتونو د کار جواز لري او د هغې مالیه هم ورکوي دا په رسنیو دوه چنده فشار ګڼي او د دې بهیر د لغوه کولو غوښتنه کوي.
په غزني ولایت کې د «شمله» او «دهکده» خصوصي راډيوګانو دفترونه د کب میاشتې په 20 نېټه د يکشنبې په ورځ وروسته تر هغې، چې د دې ادارې له لورې د جواز ترلاسه کولو غوښتنه له پامه وغورځوله «مهرلاک» شوې. مګر د دې راډيوګانو او سیمه ییزو خبریالانو د اعتراض په پایله کې د شاو خوا درې ساعتونو وروسته، د سیمه ییزې ادارې او اطلاعاتو او کلتور ریاست په مرسته په دې شرط پرانیستل شوې، چې د ښاروالۍ د صنفي جواز لپاره ټاکل شوې پیسې ورکړي. دا دوه راډیوګانې له دې نیټې دوه اوونۍ مخکې هم له همدې امله تړل شوې وې.
د ښاروالۍ مسوولينو د دې راډیو ګانو له استازو او سیمه ییزو خبریالانو سره په لیدنه کې ویلي دي، چې له کابل څخه تر فشار لاندي دي او اړ دي په دې برخه کې د «ښاروالیو قانون» پلي کړي. د غزني ښاروالۍ د مسوولينو په خبره هره رسنۍ په دې مکلف ده، چې له دې ادارې د سوداګرۍ جواز ترلاسه کړي. د دې جواز د ترلاسه کولو کلنۍ اندازه شاوخوا ۷ زره افغانۍ ټاکل شوې ده.
اوس مهال په غزني کې د پنځه خصوصي راډيوګانو له جملې شمله، دهکده، سماع، خوشحال او د غزنويان په نوم راډیو ټلویزیون فعالیت کوي.
د ښاروالیو له لورې د سیمه ییزو جوازونو د ورکړې طرحه د جمهوري نظام پرمهال چمتو شوې وه؛ مګر د رسنیو د اعتراض له امله پلې نه شوه. د 1400 لمریز کال د زمري په 24 نېټه د جمهوري نظام له سقوط او واک ته د طالبانو د بیا رسېدو وروسته په ډېر شمېر کې رسنۍ د کاري محدودیتونو او اقتصادي ستونزو په ځانګړې توګه د سوداګریزو اعلانونو د کمښت له امله، چې د عوایدو اصلي سرچینه یې وه وتړل شوې.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د غزني ښاروالۍ له لورې په دې ښار کې د دوه سیمه ییزو راډیو ګانو بندول او له دې ادارې د سوداګرۍ جواز ترلاسه کولو او د مالیې ورکولو پورې د هغوی د کار دوام مشروطولو په اړه خپله جدي اندېښنه ښکاره کوي. د افغانستان دخبریالانو مرکز د ښاروالۍ د مالیې لګول پر سیمه ییزو رسنیو دوه ګونی فشار ګڼي، چې اوس مهال په ډېر سخت او محدود ډول کار کوي او د دې پروسې د لغوه کېدوه غوښتنه کوي.
د معمول په څېر رسنۍ د فعالیت د دوام لپاره اړ دي، چې د اطلاعاتو او کلتور، مخابراتو او یا صنعت او سوداګرۍ وزارتونو څخه جواز ترلاسه کړي او د هغې لپاره مالیه ورکوي، خو په غزني کې د سیمه ییزو سوداګریزو جوازونو د اجباري طرحې پلې کېدل نوې پېښه ده. په ورته وخت کې په یو شمېر ولایتونو کې سرچینو د افغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي، چې د ښاروالۍ د سوداګریز جواز د ترلاسه کولو لپاره تر فشار لاندې دي.