1402 سلواغې 23
ایبک، سمنګان ولایت- په سمنګان ولایت کې د پژواک خبري اژانس خبریال سیف الله کریمي، چې د دې ولایت د والي په امر نیول شوی و له دوه ورځني بند وروسته خوشې شو. د افغانستان دخبریالانو مرکز د دې خبریال له خوشې کولو د هرکلي ترڅنګ وایي د دې خبریال بندي کول او هغه هم د والي په شخصي بند خونه کې، یو غیرې قانوني کار و او د وخت مسوولین باید دې موضوع په جدي توګه رسیدګي وکړي.
یوې سرچینې د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې سیف الله کریمی نن دوشنبه سهار شا و خوا 11:30 بجې خوشې شو.کریمي د سلواغې په 21 د والي دفتر ته له غوښتلو وروسته ونیول شو او تر هغې راهیسې یې په اړه مالومات نه و. د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له کریمي سره په تلیفوني اړیکه کې له هغه نه غوښتي و، چې د والي د منشي په غوښتنه یې دفتر ته ورشي.
سیمه ییزې سرچینې وایي چې دا خبریال د والي په دفتر کې بندي و.
سیف الله کریمي وروسته له هغې چې د سمنګان ولایت له مستوفي سره یې د هوټلونو د خاوندانو د مالیې په زیاتوالي د نیوکې په اړه، د مرکې غوښتنه رد شوه، ګواښل شوی و او بیا ونیول شو.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د سیف الله کریمي له خوشې کولو د هرکلي ترڅنګ وایي، چې د دې خبریال بندي کول او د دوه ورځو لپاره ترې د ازادي اخیستل هغه هم د سمنګان ولایت د والي په شخصي بند خونه کې، د ټولو قانوني معیارونو خلاف او خپلسری عمل دی، چې اوسنیو چارواکو د هغې په پلې کولو ټینګار کړی دی.
د افغانستان خبریالانو مرکز وایی چې د حاکم نظام مسوولین باید دې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې دا ډول خپلسري کارونه تکرار شي.باید له خبریالانو هر ډول شکایت ته د ټولیزو رسنیو قانون او د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړلو کمېسیون له لارې رسېدنه وشي.
د هېواد د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې، خبریالان د خپل مسلکي کار پرمهال ازاد دي او مسوولین باید د هغوی د کار پر وړاندې خنډ نه شي او یا هغوی وګواښي، بلکې باید له هغوی ملاتړ وکړي.د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې له خبریالانو او رسنیو څخه شکایتونو ته باید د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو کمېسیون له لارې رسیدګي وشي، مګر په عمل کې دا کمېسیون څنډې ته شوی دی او د خبریالانو غیرې قانوني نیول لا هم دوام لري.