د «همدم» مجلې بنسټګره مونسه همدم قاری‌زاده د فاریاب مرکز میمنه کې خاورو ته وسپارل شوه

د «همدم» مجلې بنسټګره مونسه همدم قاری‌زاده د فاریاب مرکز میمنه کې خاورو ته وسپارل شوه

 ۱۴۰۳ د مرغومې ۲۲

میمنه، فاریاب – مونسه همدم قاری‌زاده چې د افغانستان د خبریالانو ملي اتحاديې غړې او د «همدم» میاشتنۍ مجلې بنسټ ایښودونکې او د امتیاز څښتنه وه، د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۲۵ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

د فاریاب یوه سیمه‌ییز خبریال قطب‌الدین کوهی د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې مونسه همدم قاری‌زاده ناروغه وه او شاؤخوا دوه اونۍ وړاندې د شدیدې ناروغۍ له امله پاکستان ته لېږدول شوې وه. د هغه په وینا، د نوموړې جسد له مړینې وروسته بېرته فاریاب ته راوړل شو او نن د میمنې ښار د لومړۍ ناحیې «خاک شهیدان» هدیره کې د ګڼ شمېر خلکو په شتون کې خاورو ته وسپارل شو.

د مونسه همدم قاری‌زاده جسد نن د میمنې ښار د لومړۍ ناحیې «خاک شهیدان» هدیره کې خاورو ته وسپارل شو

مونسه همدم قاری‌زاده د ۱۳۷۹ کال د غبرګولي په ۲۷مه د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې سترګې نړۍ ته پرانیستلې، هغې خپلې لومړنۍ زده‌کړې د میمنې ښار په ستاره ښوونځي کې بشپړې کړې او وروسته د شرعیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوه.

آغلې همدم په ۱۳۹۶ کال د «همدم» میاشتنۍ مجلې بنسټ کېښود، چې په ځانګړي ډول یې د ښځو پر مسایلو تمرکز درلود، دغه مجله د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې غیر فعاله شوې وه، خو د ۱۴۰۳ کال د لړم په ۳۰مه یې خپل فعالیت بیا پیل کړ او ۱۵مه ګڼه یې چاپ شوه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د مونسه همدم قاری‌زاده مړینه د فاریاب او ټول هېواد د رسنیز او فرهنګي ټولنې لپاره یوه ستره ضایعه بولي. د یاد مرکز د مشري پلاوی د نوموړې کورنۍ او د فاریاب رسنیزې ټولنې سره د ژورې خواخوږۍ ترڅنګ د هغې روح ته د مغفرت غوښتنه کوي.