۱۴۰۲ زمري ۴ مه
میمنه- په فاریاب ولایت کې د امتیاز راډیو د امتیاز څښتن او بنسټګر له پنځه ورځو راهیسې په بندخونه کې شپې ورځې تېروي. په فاریاب ولایت کې سرچینې وایي، چې د عالمي نیول د امتیاز راډیو د څښتن په توګه د هغه له فعالیتونو سره هېڅ اړیکه نه لري.
په فاریاب کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې امین الله عالمي د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ میمنې ښار کې نیول شوی.دغې سرچینې د یو ځایي مسؤل په نقل ویلي چې د امتیاز راډیو بنسټګر او د امتیاز څښتن د یوې «غیرې رسنیزې او جنایي موضوع» په تړاو نیول شوی دی.تر اوسه د عالمي کورنۍ یا په فاریاب کې د «اسلامي امارت» سیمه ییزې ادارې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ممتاز راډیو شاوخوا ۱۰ کاله مخکې د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د امین الله عالمي له خوا جوړه شوه. دې رسنۍ د جمهوریت په وخت کې ډیر وخت تفریحي خپرونې او موسیقي خپروله او په وروستیو دوه کلونو کې چې امارت دویم ځل واک ته ورسېده مذهبي ترانې او یا د سلام وطندار راډیو ځینې خپرونې خپروي.
اوس وخت په فاریاب کې تمنا، صحت، ملي، افکار مردم او یسرا راډیو ګانې فعالیت کوي.د امارت د بېرته واک ترلاسه کولو وروسته د میمنې، ترکستان او سواش راډیوګانو په ګډون یو شمېر رسنیو د اقتصادي ستونزو او پر رسنیو د محدودیتونو له امله خپل فعالیت بند کړ.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د اندېښنې په څرګندولو سره د ممتاز راډیو د بنسټګر او څښتن موضوع تعقیبوي او هغې ته د قانون له مخې د رسېدو غوښتنه کوي. په ورته وخت کې د افغانستان خبریالانو مرکز له سیمه ییزو چارواکو غواړي، چې که چیرې د ممتاز راډیو د څښتن او بنسټګر موضوع شخصي ده ډاډ دې ورکړي، چې د دې راډیو کاري بهیر ته زیان نه رسي.