۱۴۰۳ د تلې ۲۳
تالقان – د تخار ولایت د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر ریاست «د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز» له حکم سره سم د "ملي ټلوېزیون" فعالیت ودرول شو او خصوصي ټلوېزیونونه تړل کېدو ته اړ شول.
د افغانستان د خبريالانو مرکز په دې پېښه ژوره خواشيني څرګندوي او له مسؤولو طالبانو غواړي چې په دې خورا وروسته پاتې کوونکې پرېکړه له سره غور وکړي.
په تخار کې يوې ځايي سرچينې چې د ځينو ستونزو له امله يې د نوم د نه خپرېدو غوښتنه کړې، د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل: مولوي حبیب الله حنفي پرون د سیمه ییزو رسنیو له استازو او یو شمېر خبریالانو سره په یوه ناسته کې چې د اطلاعاتو او کلتور او استخباراتو ریاستونو په ګډون د یو شمېر سیمه ییزو ادارو د استازو په شتون کې جوړه شوې وه، د ساه لرونکي انځورونو د خپرېدو د مخنیوي حکم واوروه او د پلي کولو غوښتنه یې وکړه؛ حنفي څرګنده کړه، چې دا پرېکړه د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون پر بنسټ شوې ده.
د سرچینې په وينا، په تخار کې د ملي ټلوېزيون ولايتي څانګه د یاد ولايت د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر رئیس له حکم وروسته له فعالیت پاتې او وتړل شوه.
سربېره پر دې یوه سیمه ییز خبریال چې موضوع یې له نږدې څارلې، وویل: په تخار کې خصوصي رسنۍ په ځانګړې توګه دوه خصوصي ټلویزیونونه (ماه نو او ریحان) چې په محدوده توګه فعالیت کوي هم د دغه حکم له امله اغېزمن شوي او د ځایي ادارې له غبرګون سره د مخامخ کیدو له وېرې یې پریکړه کړې چې ساه لرونکي انځورونه خپاره نه کړي.
د دغه خبريال په وينا، د دغه حکم په پلي کېدو سره د سيمه ييزو تلويزيونونو فعاليتونه په عملي توګه له ودرېدلي او د نورو ټولنیزو (مجازي) رسنیو کار چې په آنلاین بڼه فعالیت کوي، نور هم محدود شوی دی.
دا د رسنیو پر کاري بهیر د محدودیتونو لګولو دوهم پړاو دی چې د تخار ولایت د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر رياست له لوري ترسره کیږي.
دوه اونۍ وړاندې د تخار ولایت د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر رئیس د سیمه ییزو چارواکو د غونډو څخه د عکس او وېډیو اخیستلو او له رسنیو سره د هغوی د ویډیویي مرکو د منع کولو د حکم له اورولو وروسته ویلي و چې، له دې وروسته د دغه ولایت چارواکي او ځایي ادارو کارکوونکي کولی شي چې خپل کاري راپورونه یوازې په لیکلي یا غزېږه بڼه چمتو او وړاندې کړي.
تخار دویم ولایت دی چې په رسمي توګه د ساه لرونکي انځورونو پر خپراوي بندیز، پلي کوي. دا کړنه تر دې وړاندې د روان کال د وږي میاشت کې په کندهار کې ترسره شوه چې په دې ولایت کې ملي ټلویزیون هم له همدې امله وتړل شو. په میدان وردګو ولایت کې هم تېره اونۍ رسنیو ته ورته حکم اورول شوی، خو تر اوسه یې څوک پلي کولو ته نه دي اړ شوي.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له لوري د روان کال په زمري میاشت کې تصويب شوي (د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر ) قانون په ۱۷مه ماده کې راغلي چې محتسبین (د امر بالمعروف وزارت اجراییه قوه) باید د هغه موادو د خپرولو مخه ونیسي چې ساه لورنکي انځورونه پکې وي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز په تخار کې پر ساه لرونکي انځورونو د بنديز په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره دغه کار چې د یاد ولايت د ټلوېزيونونو د بندېدو او نورو رسنيو په جدي توګه محدودېدو لامل شوی، د هېواد د ټولنیزو رسنيو له قانون سره په ټکر کې او په جدي توګه توګه وروسته پاتې کونکی بولي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار کې د طالبانو له چارواکو غواړي چې د ساه لرونکي انځورونو د خپرېدو د مخنيوي فرمان په اړه له سره غور وکړي او په تېرو درېیو کلونو کې د ټولنیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې نورو صادر شویو رسنیزو لارښوونو په لغوه کولو، اجازه ورکړي چې رسنۍ د ټولنیزو رسنیو له قانون سره سم د عمل ازادي ولري او خبریالان وتوانېږي په ازاده او له وېرې پرته کار وکړي.