۱۴۰۲ زمري ۲۰
کندز، ګردیز- په هېواد کې د خبريالانو د نیونې په تازه څپه کې، په کندز کې د سلام وطندار راډیو خبريال حسیب حساس او په پکتیا ولایت کې آريانا نیوز خبریال د استخباراتو له لوري ونیول شو، د افغانستان خبريالانو مرکز د ژورې اندیښنې څرګندولو تر څنګ، له قید او شرط پرته د دې دوه خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې د افغانستان دخبریالانو مرکز له سیمه ییزې ادارې غواړي، چې د دې دوه خبریالانو هر ډول شکایت ته د ټولیزو رسنیو قانون په اساس او د رسنيزو شکایتونو او سرغړونو د څیړنې کمېسیون له لارې رسیدګي وکړي.
سرچینو د افغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي دي، چې د سلام راډیو خبریال حساس سهار ۹ بجې شاوخو په کندز کې د اورانوس سیمه تلویزیون دفتر کې ونیول شو او دې ادارې ته یوړل شو.
په ورته وخت کې تیره ورځ پکتیا ولایت لپاره د اریانا نیوز تلویزیون سیمه ییز خبریال حبیب الله سراب د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې ونیول شو.
تر اوسه په کندز او پکتیا ولایتونو کې د دې دوه خبريالانو د بندي کولو دلیل او برخلیک په اړه نظر نه دی ورکړی او د هغوی د وضعیت په اړه هم مالومات نشته.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د حسیب الله حساس او حبیب الله سراب د نیونولو په اړه د جدي اندیښنې په ښودلو، د وخت له مسؤلینو غواړي دا خبریالان له کوم قید شرط پرته ژر تر ژره خوشې کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان خبریالانو مرکز وایي، چې له دې خبریالانو څخه د هر ډول شکایت ته د دې د ټولیزو رسنیو قانون په اساس او د رسنيزو شکایتونو او سرغړونو د څیړنې کمېسیون له لارې رسیدګي وکړي.
په هیودا کې د خبریالانو د نیونې په تازه څپه کې د دوی حساسه نیونه روانه ده.
تېره ورځ د کلید راډیو خبريالان فقير محمد فقیرزی او جان اغا صالح په ننګرهار کې د دې ولايت د استخباراتو ادارې له لوري ونیول شول. د همدې اونۍ د يکشنبې په ورځ د باختر دولتي اژانس خبريال په غزني کې ونيول شو او تر اوسه په بند کې دی.
سربېره پر دې په اوس وخت کې لږ تر لږه څلور نور خبریالان او د رسنیو کارکونکي چې د هغې له جملې افغان ـ فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي چې د تېر کال د جدي په میاشت کې په کابل کې ونیول شو، دوه نور خبريالان چې هویت یې د امنیتي ګواښونو له امله د نشر وړ نه دی؛ یو یې له پنځو مياشتو او بل خبریال یې له يوې مياشتې راهيسې او په فاریاب کې د ممتاز راډيو مسول مدير امین الله عالمي له یوې اونۍ را په دیخوا په بند کې دي.