پروان ولایت کې د طلوع نیوز خبریال روح الله سنګر له دوه ورځو وروسته خوشې شو

پروان ولایت کې د طلوع نیوز خبریال روح الله سنګر له دوه ورځو وروسته خوشې شو

د طلوع نیوز خبریال روح الله سنګر له دوه ورځو بند وروسته د پرولایت په مرکز چاریکار ښار کې

۱۴۰۲ لیندۍ ۲۸ 

کابل- په پروان ولایت کې د طلوع نیوز خبریال روح الله سنګر، چې دوه ورځې مخکې د دې ولایت د استخباراتو له لوري نیول شوی و خوشې شو. د افغانستان د خبریالانو مرکز د سنګر له خوشې کولو په هرکلي سره وایي چې د هغه نیول د قانون خلاف و او د یو خبریال په توګه بايد ترې ازادي نه وه سلب شوې.

په پروان کې سرچینې او د سنګر خپلوانو د افغانستان دخبریالانو مرکز سره په خبرو کې تائید کړه، چې هغه نن غرمه شاو خوا دولس بجې د پروان ولایت استخباراتو ریاست څخه خوشې شوی دی او د دې ولایت سیدخیلو ولسوالۍ کې خپل کورته تللی دی. روح الله سنګر د لیندۍ میاشتې په ۲۵ د يکشنبې په ورځ سهار 11:30 د دې ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د راپور جوړولو پرمهال نیول شوی و.

د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس الرحمان صدیقي د روح الله سنګر خوشې کول تائید کړل؛ مګر د دوه ورځني نیونې او د خوشې کولو د شرایطو په اړه یې نظر ورنه کړ. په ورته وخت کې ځایي سرچینو د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل، چې دا خبریال بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په شک نیول شوی و او په ضمانت خوشې شوی دی.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د روح الله سنګر پر خوشې کېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وایي، چې د دې خبریال بندي کول د هېواد د ټولیزو رسنیو قانون سره په ټکر کې و او د هغه ازادي ترې باید نه وی اخیستل شوی. د هېواد د ټولیزو رسنیو قانون له مخې خبریال د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازاد دي او مسؤلین باید د هغوی په کار کې محدودیت رامنځته نه کړي او یا هغوی و نه ګواښي؛ بلکې باید له هغوي ملاتړ وکړي.

اوس مهال لږ تر لږه دوه نور خبریالان بندیان دي. په کندهار ولایت کې د تمدن تلویزیون خبریال عبدالرحیم محمدي د لیندۍ په ۱۳ د دې ولایت استخباراتو ریاست ته احضار او ونیول شو. په ورته وخت کې په دایکندي ولایت کې د نسیم خصوصي راډیو مسؤل مدیر سلطان علي جوادي د روان کال د تلې میاشتې په ۵ او ۱۵ مه نېټه له دوه ځل بندي کولو او ۱۷ ورځو بند تېرولو وروسته د لیندۍ میاشتې په ۲۰ مه د دې ولایت د ابتدایه محکمې له لورې په یو کال بند محکوم شو او د محکومېدو نېټې د پوره کولو لپاره بند خونې ته وړل شوی دی.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د روان لمریز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې لږ تر لږه د خبریالانو او رسنیو د ازادۍ د ماتونې 75 پېښې ثبت کړي دي، چې 33 پېښې د بندي کولو او 42 پکې د ګواښونې پېښې شاملي دي. تقریبا د بندي کولو زیاتره پېښې د استخباراتو ریاست لوري ترسره شوې دي او د خبریالانو او رسنیو د ګواښونې پېښو کې بېلابېلې ادارې په ځانګړې توګه استخبارات، اطلاعاتو کلتور او امر بالمعروف لاس درلود.