۱۴۰۳ غویی ۱۷
پروان ولایت، چاریکارـ په پروان ولايت کې د ملي راډيو تلویزیون خبریال ندا محمد نوري د دې ولایت د استخباراتو له لورې نیول شوی دی. د افغانستان دخبریالانو مرکز د نوري د نیول کېدو په اړه د جدي انديښنې په څرګندولو سره له کوم قيد شرط پرته ژر تر ژره د دې سیمه ییز خبریال د خوشې کولو غوښتنه کوي.
په پروان ولایت کې يوې سرچينې چې پېښه يې له نږدې تعقيب کړې د افغانستان دخبريالانو مرکز ته وويل چې ندامحمد نوري د ثور په ۱۵ د شنبې ورځ سهار ۸ بجې د دې ولايت د مرکز چاریکار کې نيول شوی دی. هغه وويل چې نوري له کوره د وتلو وروسته چې د "هوفيان شريف" سيمې کې خپل کارځای ته روان و د استخباراتو د کارکوونکو له لوري نيول شوی او تر اوسه د څېړنو او ګروېږنو لاندې دی.
تر اوسه سیمه یيزو چارواکو په رسمي ډول د دې خبریال د نیول کیدو او د پېښې لامل په اړه څه نه دي ویلي؛ خو یوې بلې سرچینې د افغانستان خبریالانو مرکز ته وويل چې دا خبریال له « تبعیدي رسنیو سره د همکارۍ» په تور نیول شوی دی.
ندا محمد نوری په پروان ولايت کې د ملي راډیو تلویزیون له تجربه لرونکو خبریالانو څخه دی او څه د پاسه له یوې نیمې لسیزې راهیسې په دې رسنۍ کې د ریپورټر، ویاند، د خبرونو وړاندې کونکي او پروډيوسر په توګه دنده ترسره کړې ده.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د ندا محمد نوري پر نيول کېدو د ژورې خواشينۍ په څرګندولو سره د پروان ولايت له سيمه ييزو چارواکو غوښتنه کوي چې دغه خبريال ژر تر ژره او له کوم شرط پرته خوشې کړي. د ټوليزو رسنيو د قانون له مخې خبريالان د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازاد دي او مسولین نه باید د هغوی د مسلکي کارونو پر وړاندې محدوديت رامنځته کړي او يا هغوی وګواښي؛ بلکې له هغوی دې ملاتړ وکړي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د موندنو پر بنسټ چې درې ورځې وړاندې د می مياشتې د درېیمې د رسنیو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت نشر شو، په تېرو ۱۲ مياشتو کې په هېواد کې ۶۴ خبريالان نيول شوي چې له جملې يې درې خبريالان اوس هم په بندخونه کې دي.