د ملي راډیو تلویزیون خبریال ندا محمد نوري له درې ورځو بند وروسته د استخباراتو ریاست له بنده خوشې شو

د ملي راډیو تلویزیون خبریال ندا محمد نوري له درې ورځو بند وروسته د استخباراتو ریاست له بنده خوشې شو

ندا محمد نوري د ثور د میاشتې په ۱۷ مه نیټه د ماښام په ۶ بجو د پروان د استخباراتو له بند خونې خوشې شو.

۱۴۰۳ ثور ۱۸

پروان ولایت، چاریکار- په پروان ولایت کې د ملي راډیو تلویزیون خبریال ندا محمد نوري له درې ورځو بند وروسته د دې ولایت د استخباراتو ریاست څخه خوشې شو. د افغانستان دخبریالانو مرکز د دغه خبریال د خوشي کېدو هرکلی کوي، د خبریالانو د خپلسري او غیر قانوني نیونو پر دوام جدي اندېښنه لري او د دې بهیر د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

په پروان ولایت کې یوې سرچینې چې دا قضیه یې له نږدې څارلې، د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې ندا محمد نوري تېره ورځ  د غویی په ۱۷مه ماښام شاوخوا ۶ بجې د «ضمانت په ورکولو» سره د پروان د استخباراتو له زندانه خوشې او خپلې کورنۍ سره، چې د دې ولایت په مرکز کې ژوند کوي یوځای شوی دی.

نوري د غویی په ۱۵ د شنبې په ورځ سهار مهال د «هوفیان شریف» په سېمه کې، له خپل کور څخه د کار په لور روان و چې د استخباراتو د مامورینو له خوا ونیول شو. تر اوسه سیمه یيزو چارواکو په رسمي ډول د دې خبریال د نیول کیدو او د پېښې لامل په اړه څه نه دي ویلي؛ خو یوې بلې سرچینې د افغانستان خبریالانو مرکز ته وويل چې دا خبریال له « تبعیدي رسنیو سره د همکارۍ» په تور نیول شوی و.

ندا محمد نوری په پروان ولايت کې د ملي راډیو تلویزیون له تجربه لرونکو خبریالانو دی او د شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په دې رسنۍ کې د ریپورټر، ویاند، د خبرونو وړاندې کونکي او پروډيوسر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د ندا محمد نوري له خوشې کېدو د هرکلي ترڅنګ څرګندوي، چې د دغه خبریال پر وړاندې د پروان د استخباراتو ریاست مستقیم اقدام او د درېیو ورځو لپاره یې له ازادۍ بې برخې کول د رسنیو د قانون خلاف عمل دی. د خبریالانو مرکز په هېواد کې د خبریالانو د بندي کولو لړۍ دوام او د هغې د پایلو له جملې د خود سانسورۍ او په هېواد کې د بیان پر ازادۍ د جدي محدودیتونو د دوام په اړه خبرداری ورکوي.

د افغانستان دخبريالانو مرکز د موندنو پر بنسټ چې درې ورځې وړاندې د می مياشتې د درېیمې د رسنیو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت نشر شو، په تېرو ۱۲ مياشتو کې په هېواد کې ۶۴ خبريالان نيول شوي چې له جملې يې درې خبريالان اوس هم په بندخونه کې دي.