۳ مرغومی ۱۳۸۹
د فرانسې ۳ تلویزیوني شبکې دوه تښتول شوو خبریالانو یوه ویډیو د یو کلن بند تېرولو وروسته، چې د هغوي د ښه روغتیایي وضعیت ښوودنه کوي تر لاسه شوې ده.
هروه د کي ئر، استفان تپونیه او درې افغان ملګري یې د لمریز کال ۱۳۸۸ جدي میاشتې په ۸ (2009 ډسمبر 29) نېټه د کاپیسا ولایت تکاب ولسوالۍ څخه وتښتول شول.
وروسته له هغې چې تښتوول شوو خبریالانو د روان کال مرغومي میاشتې په ۲۳ نېټه په یوه ویډیو کې را ښکاره شول او د خلاصون لپاره یې د مرستې غوښتنه وکړه دا دویمه ویډیو ده، چې د هغوی له خوا خپریږي.
د فرانسې ۳ تلویزیونې شبکې رئیس پائول نحون وویل دا ویډیو چې د عمومي خپراوي لپاره نه ده شاید د لړم په 29 نېټه ثبت شوي وي.
نوي انځورونه چې د دې دوه خبریالانو د کمزورې بدني حالت ښودونکي دي څرګندوي چې هغوي ژوندي دي او بند کې له کړاو ډکې ورځې تېروي.
د فرانسې بهرنیو چارو وزیر میشل الیویت ماري ټینګار کړی، چې د افغان حکومت لخوا ترسره شوې هڅې او د هغوی نوښتونه به «د تښتول شوو د بېړنۍ خوشې کولو» تر سره شي.
د ځینو ناتاید شوو راپورنو په اساس تښتونکي د دې خبریالانو ازادولو بدل کې د افغان حکومت له زندانو څخه د دوه طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتونکي دي.
تر اوسه افغان حکومت او فرانسې د دې موضوع پخلی نه دی کړی.
د افغانستان خبریالانو مرکز د سیاسي موخو او اقتصادي ګټو لپاره د خبریالانو تښتول یو غیري انساني کار بولي او له تښتونکو غواړي چې ژر ترژره پرته له کوم قید و شرط تښتول شوي خوشې کړي او د کورنیو، ملګرو او رسنیو ټولنې اندېښنوته د پای ټکی کیږدي.