کاپیسا ولایت کې د تښتول شوو فرانسوي خبریالانو په اړه اندېښنه

 کاپیسا ولایت کې د تښتول شوو فرانسوي خبریالانو په اړه اندېښنه

محمودراقی، ۱۵ چنګاښ ۱۳۸۹

محمودراقی: د افغانستان خبریالانو مرکز کاپیسا ولایت کې د تښتول شوو فرانسوي خبریالانو او افغان ژباړونکي په اړه سخت اندېښمند او له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوی د خلاصون برخه کې مرسته وکړي.

وروسته تر هغې چې تښتول شوو خبریالانو د روان کال وري میاشت ۲۳ مه نېټه کې په یوه ویډیو کې د مرستې غوښتنه وکړه تر اوسه د هغوي په اړه کوم خبر نشته.

د فرانسې ۳ ټلویزیون خبریالان هروه ګکه او استفان تپونیه او افغان ژباړونکی محمد رضا د ۱۳۸۸ لمریزکال جدي میاشتې په ۸ نېټه د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې وتښتول شول.

وسله والو طالبانو ویلي وو تیار دي چې د خپل یوشمېر ملګرو ازادولو بدل کې د دوی له خوا تښتول شوي کسان خوشې کړي.

د خپلو سیاسي موخو او مادي ګټو لپاره د خبریالانو تښتول یوه غیري انساني کړنه ده، چې د حقایقوخبرونې او بیان ازادۍ پر وړاندې خنډ جوړ وي، له کومو چې باید ټول ښکېل اړخونه ځان وساتي.

له دې وړاندې د برېتانوۍ ګارډین ورځپانې اعراقی خبریال او دوه افغان همکاران په کونړ ولایت او په یوه بله پېښه کې د ناروې هیواد خبریال او افغان همکار یې په دې لایت کې د وسله والو طالبانو او یا نورو ډلو لخوا تښتول شوو چې وروسته خوشې شول.