د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست په رسنیو کې د ښځو پر کار د بشپړ بندیز د احتمال په اړه خبرداری ورکړ

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست په رسنیو کې د ښځو پر کار د بشپړ بندیز د احتمال په اړه خبرداری ورکړ

په طلوع نیوز خصوصي تلویزیون کې د خپرونې د وړاندې کولو پرمهال دوه ویاندویانې-1401 غبرګولي 2/انځور:علي خارا، رویټرز

1402 کب 9

کابل- د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سرپرست محمد خالد حنفي په کابل کې د رسنیو له استازو سره په لیدنه کې ګواښ کړی، که چیرې ښځې په تلویزیونونو کې د راښکاره کېدو او یا د ویډیویي مرکو پرمهال خپل مخ پټ نه کړي د دې احتمال شته، چې د طالبانو د حکومت رهبر په رسنیو کې د ښځو کار په بشپړ ډول منع کړي.د افغانستان دخبریالانو مرکز د اندېښنې په ښکاره کولو سره د رسنیو حالت څاري او په رسنیو کې د ښځو پر کار د احتمالي بندیز خبرداري ته په کتو، چې اوس مهال هم له ګڼو کاري محدودیتونو سره مخ دي، د هغې د پایلو په اړه خبردارې ورکوي.

دا ناسته تېره ورځ سهار د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په بلنه د رسنیو د لسګونه مسوولینو او استازو په ګډون د کابل په یو هوټل کې ترسره شوې ده او دې ناستې شاوخوا درې ساعته دوام کړی دی. د رسنیو څو مسوولینو د افغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي، چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي او د دې وزارت ویاند عبدالغفار فاروق د رسنیو د استازو له ګډون تود هرکلی کړی او د ناستې فضا دوستانه وه.

د ناستې په یوه برخه کې، د امر بالمعروف وزارت چارواکو په تلویزیونونو کې د ښځینه خبریالانو د کار او په خپرونو کې د ښځینه مېلمنو د راښکاره کېدو څرنګوالي په اړه خبرې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالغفار فاروق د ښځو د څو انځورونو په ښودلو سره، چې حجاب یې پر تن او مخ یې په توره ټوټه پټ و او یواځې دوه سترګې یې ښکاره کېدې د رسنیو استازو ته لارښوونه کړې ده، چې د حجاب دغه بڼه دې پلې کړي. سربېره پر دې فاروق رسنیو ته لارښوونه کړې ده له هغه افغان مېرمنو سره چې مخ یې ښکاره وي او یا یې ماسک نه وي اچولی له ویډیویي مرکو ډډه وکړي.

په ورته وخت کې د امر بالمعروف وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د رسنیو له استازو غوښتنه کړې، چې د ښځینه خبریالانو د حجاب او ښځو سره د ویډیویي مرکو په برخه کې لارښوونو ته پاملرنه وکړي. حنفي خبرداری ورکړی چې دې لارښوونو ته د نه پاملرنې پرمهال د دې احتمال شته، چې د طالبانو رهبر هبت الله اخندزاده په رسنیو کې د ښځو پر کار بشپړ بندیز ولګوي.

د دې خبریالانو په وینا په دې ناسته کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت چارواکو سربېره یو شمېر خبریالانو هم خبرې کړي او خپلې رسنیزې ستونزې او کاري محدودیتونه یې مطرح کړي دي.

دا خبرداری په داسې وخت کې مطرح کېږي، چې شاو خوا درې اوونۍ مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین، حیات الله مهاجر فراهي د رسنیو له یو شمېر استازو سره ورته اندېښنه شریکه کړې وه.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د اندېښنې په شریکولو سره په هیواد کې د رسنیو حالت څاري او په رسنیو کې د ښځو پر کار د احتمالي بندیز د حکم په اړه، چې همدا اوس هم له ګڼو کاري محدودیتونو سره مخ دي خبرداری ورکوي. د افغانستان خبریالانو مرکز له واکمنو چارواکو د رسنیزو کړنلارو د لغوه کولو د غوښتنې ترڅنګ غواړي، خبریالانو او رسنیو ته دې اجازه ورکړي، چې د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې له خپلو حقوقو برمخن شي.

د 1400 لمریز کال د زمري په 15 نېټه باندې د جمهوري نظام له سقوط او واک ته د طالبانو د بیا رسېدو وروسته، په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې کاري محدودیتونه ډېر شوي دي. د افغانستان خبریالانو مرکز څېړنې ښیي په داسې حال کې چې طالبانو د رسنیو اړوند د جمهوري حکومت قانون د پلي کېدو وړ ګڼلی دی؛ خو په دې موده کې لږ تر لږه د خبریالانو او رسنیو اړوند 17 کړنلارې صادرې شوي دي، چې د رسنیو قانون سره سمون نه لري او د ازادو رسنیو او خبریالانو کاري فضا یې ډېره محدوده کړې ده.

په ملي راډیو تلویزیون کې د ښځو د کار مخنیوی، د نارینه او ښځینه وو د کاري چاپیریال جلاوالی، په ښځو د ماسک کارول جبري کول، هلمند کې په رسنیو کې د ښځو د غږ خپریدلو مخنیوی او په خوست کې له راډیو ګانو سره د نجونو د تلیفوني اړیکو منع کول د دې کړنلارو له جملې څخه دي.