په کابل کې یو سیمه ییز خبریال مهدي انصاري "نا درکه" شوی دی
۱۴۰۳ د تلې ۱۷مه
انصاري ته نږدې سرچینې وايي، دوی داسې شواهد لري چې هغه د استخباراتو له لوري نیول شوی دی. د افغانستان د خبريالانو مرکز د انصاري د حالت په اړه د ژورې انديښنې په څرګندولو سره د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دغه خبريال حالت روښانه کړي او له کورنۍ سره يې په بيړنۍ او خوندي توګه د يو ځاى کيدو زمينه برابره کړي.
د مهدي انصاري يوه ملګري د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل: دغه خبريال د تلې په ۱۴مه، د کابل ښار پول خشک سيمه کې د افغان خبري اژانس له دفتره تر وتلو وروسته نا درکه شو. يوې بلې سرچينې چې پېښه يې له نږدې څارلې وايي، د دغه خبريال کورنۍ او ملګري د ده روغتيايي حالت ته اندېښمن دي او په کابل کې د طالبانو د پولیسو يو شمېر مرکزونو ته تللي چې په ترڅ کې یې د پوليسو په ١٣مه حوزه کې نوموړو ته په غير رسمي توګه ویل شوي چې انصاري د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.
معمولاً په داسې پېښو کې د استخباراتو رياست معلومات نه ورکوي، خو په کندهار کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په وینا، استخبارات وايي چې، مهدي انصاري يې نه دی نيولی.
مهدي انصاري له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په کابل کې له افغان خبري اژانس سره د خبریال په توګه کار کوي. افغان خبري اژانس یوه خصوصي رسنۍ ده چې د ۱۳۸۸ هجري لمریز کال د غویي میاشتې په پیل کې په کابل کې جوړه شوه. دغه رسنۍ د هېواد بېلابېلې سياسي، فرهنګي، ټولنيزې، اقتصادي او سپورټي پېښو ته پوښښ ورکوي.
د افغان خبري اژانس مسؤول مدیر رحمت الله کريمي وايي، اداره یې د انصاري د ناڅاپه ورکېدو په اړه اندېښمنه ده او دا موضوع يې د اطلاعاتو او کلتور له وزارت او د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو له مرکز سره شريکه کړې ده.
هغه زياته کړه چې، انصاري شاوخوا يو کال وړاندې د کابل پر کاج تعليمي مرکز د خونړي بريد د نمانځنې په موخه یاد ښوونیز مرکز ته تللى و او د پوليسو له لوري ونيول شو او د مخکنی همغږۍ له ژمنې وروسته بېرته خوشې شو چې له هغې وروسته تر دا مهاله د یادې رسنۍ سره د کار له امله په ښکاره ډول نه وو ګواښل شوی.
سربیره پر دې د افغانستان د خبريالانو د مرکز موندنې ښيي چې مهدي انصاري د افغانستان په اړه ځينې پېښې د ټولنيزو شبکو او په ځانګړې توګه د خپلې شخصي فېسبوک پاڼې له لارې تر پوښښ لاندې راوستې دي، چې د خپرولو څرنګوالی یې د طالبانو حکومت رسنیزې پالیسي سره سمون نه لري.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د مهدي انصاري په ناڅاپه نا درکه کېدو د ژورې خواشينۍ په څرګندولو سره د طالبانو د حکومت له مسؤولينو غواړي کوي چې ژر تر ژره د یاد خبريال وضعیت روښانه کړي، که چرته نیول شوی وي له قيد او شرط پرته دې خوشې کړي.