نورستان کې هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز په رسمي ډول واورول شو

نورستان کې هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز په رسمي ډول واورول شو

۱۴۰۳ د مرغومې ۱۸

پارون، نورستان ولایت – د نورستان ولایت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې ټولو دولتي ادارو ته ویلي چې د ژوندیو موجوداتو څخه انځور اخیستل او خپرول په رسمي ډول منع دي. نورستان شپږم ولایت دی چې په رسمي ډول دغه بندیز اعلان او پلی کوي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادو محدودیتونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او پر رسنیو او معلوماتو ته د خلکو پر لاسرسي یې د ناوړه اغیزو په اړه خبرداری ورکوي.

د نورستان ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د دوشنبې په ورځ چې د مرغومی ۱۷مې سره سمون لري، د «اکس» (پخوانی ټویټر) له لارې په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دا بندیز د نورستان ولایت د امر بالمعروف رئیس مولوي دین محمد مستغني له لوري په هغه ناسته کې صادر شو چې د والي او نورو محلي چارواکو په حضور کې په پارون کې جوړه شوې وه.

مستغني ویلي چې دغه امر د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د اووه لسمې مادې پر بنسټ صادر شوی او باید په جدي توګه پلي شي. په نورستان کې، د ملي رادیو ټلویزیون ولایتي دفتر او د باختر دولتي خبري اژانس ترڅنګ، درې خصوصي راډیوګانې «الینا»، «سوله سحر» او « پارون غږ » هم فعالیت لري.

ځايي سرچینې وايي چې په نورستان کې ملي ټلویزیون ځایي خپرونې نه لري او د ژوندیو موجوداتو پر انځورونو د بندیز مخکې یې راپورونه په کابل کې له ملي تلویزیون څخه خپرېدل، همدارنګه، د باختر خبري اژانس د ولایتي څانګې انځورونه او راپورونه هم کابل ته لېږل کېدل. د نورستان د والي دفتر له دې فرمان وروسته په خپله فیسبوک پاڼه کې د ژوندیو موجوداتو انځورونه نه دي خپاره کړي او پر ځای یې د ادارو د ودانیو انځورونه کاروي.

تر دې دمه، د نورستان سربیره، دغه بندیز په پنځو نورو ولایتونو لکه کندهار، تخار، بادغیس، هلمند او ننګرهار کې هم په رسمي ډول اعلان شوی دی، چې د یادو ولایتونو پر سیمه‌ییزو مسؤولینو او خبریالانو د تازه محدودیتونو سربيره د ځینو سیمه‌ییزو ټلویزیونونو د بندېدو لامل هم شوی دی. که څه هم په ننګرهار کې دا بندیز یوازې پر ملي ټلویزیون او د حکومت تر څار لاندې رسنیو پلي شوی خو تر اوسه د خصوصي رسنیو د تصویري فعالیتونو په اړه کومه ممانعت نه دی په ګوته شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښیي چې یاد بندیز په نورو ولایتونو کې هم په خپرېدو دی او ځینې ځایي ادارې یې هم پلي کوي

د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت د روان کال د زمري په 31مه نېټه اعلان وکړ چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح شوی دی. دغه قانون د خلکو په شخصي او ټولنیزو چارو کې نوې محدودیتونه وضع کوي، چې یوه برخه یې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز دی.

د یاد قانون په اوولسمه ماده کې د یاد وزارت محتسبینو ( اجرایي ځواک) ته دنده ورکړل شوې ترڅو د هغه موادو د خپرولو مخنیوی وکړي چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه پکې وي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په نورستان کې د دې بندیز پلي کېدو په اړه چې د تصویري راپورونو د تولید او خپرولو مخه نیسي او خلکو ته د تصویري معلوماتو وړاندې کولو بهیر له ستونزو سره مخ کوي، خپله ژوره خواشیني څرګندوي. د افغانستان د خبریالانو مرکز په رسمي توګه د دې محدودیت پراختیا د بیان د ازادۍ او د ازادو رسنیو د سیستماتیکې ځپنې ښکاره نښه بولي چې د رسنیو بنسټیز حق ( د بیان آزادۍ) ته جدي زیان رسوي او معلوماتو ته لاسرسی لا محدودوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار کې د طالبانو له مشرۍ غواړي چې د دې بندیز او نورو غیرقانوني محدودیتونو په لرې کولو سره د بیان آزادۍ او د خبریالانو او رسنیو بنسټیزو حقونو ته، په ځانګړې توګه معلوماتو ته لاسرسي په برخه کې، چې د هیواد د ټولنېزو رسنیو قانون له مخې د طالبانو حکومت د پلي کېدو وړ بللی دی، درناوی وکړي.