ننگرهار
د کلید راډیو خبریالان جان آغا صالح(ښي اړخ) او فقیرمحمد فقیرزی نن ورځ ۱۴۰۲ پنجشنبه د زمري ۱۹ ماسپښین درې بجې په ننګرهار ولایت کې ونیول شول.
۱۴۰۲ د زمري ۱۹ مه
جلال اباد- په ننګرهار ولایت کې د کلید راډیو خبریالان فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالح د دې ولایت د استخباراتو ادارې له لورې نیول شوي دي. د افغانستان دخبریالانو مرکز د دې دوه خبريالانو د نیول کیدو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره، له کوم قید شرط پرته د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه کوي.
سیمه ییزو سرچینو د افغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي دي، چې فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالح نن له غرمې وروسته ۳ بجې په جلال اباد کې د کلید راډيو په دفتر کې د ننګرهار استخباراتو له لورې نیول شوي دي. تر اوسه روښانه نه ده، چې د دې دوه خبریالانو د نیونې دلیل څه دی او سیمه ییزې ادارې هم په دې اړه نظر نه دی ورکړی.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د فقیر محمد فقیرزي او صالح محمد صالح د بندي کولو په اړه د خپلې جدي اندیښنې په شریکولو سره د ننګرهار ادارې له چارواکو غواړي، چې له کوم قید شرط پرته دې دغه خبريالان ژر تر ژره خوشې کړي. په ورته وخت کې د افغانستان دخبریالانو مرکز له سیمه ییزې ادارې غواړي، چې د دې دوه خبریالانو هر ډول شکایت ته د ټولیزو رسنیو قانون په اساس او د رسنيزو شکایتونو او سرغړونو د څیړنې کمېسیون له لارې رسیدګي وکړي.
دا په روانه اونۍ کې د خبریالانو د بندي کولو درېیمه پېښه ده.د يکشنبې په ورځ د باختر دولتي اژانس خبریال سید وحدت الله ابدالي په غزني کې ونیول شو چې تر اوسه په بند خونه کې دی.
اوس مهال د ابدالي په ګډون لږ تر لږه څلور خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په بند کې شپې ورځې تیروي. افغان ـ فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د تېر کال له مرغومي میاشتې په کابل کې، دوه خبریالان چې د امنیتي ګواښونو له امله د نشر وړ نه دی او د یوې رسنۍ مسول مدیر بدیان دي. له دې ډلې یو خبریال شاو خوا پنځه مياشتې مخکې، یو خبریال شاو خوا یوه مياشت وړاندې او بل رسنيز کار کوونکی دوه اونۍ وړاندې ونیول شو، چې لا هم په زندان کې دي.