۱۴۰۳ د لړم ۲۳
جلال اباد، ننګرهار- په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییزې ادارې سیمه ییزو چارواکو ته په یوه نوي فرمان کې د انځورونو په اخیستلو، خپرولو او ویډیويي مرکو بندیز لګولی دی. ننګرهار پنځم ولایت دی چې په رسمي ډول یې دغه بندیز اعلان کړ او پلي کوي یې. د افغانستان د خبریالانو مرکز په هېواد کې د محدودیتونو د پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او د رسنیو پر کاري بهیر او اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې یې له بدو پایلو خبرداری ورکوي.
د ننګرهار يو شمېر خبريالانو د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل، چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د یادو بندیزونو حکم تېره ورځ سيمه ييزو رسنیو ته واوراوه. په دغه حکم کې، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم کتلی، په ننګرهار کې د طالبانو مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی د دولتي ادارو رئیسانو او ولسوالانو ته په خطاب کې ویلي، چې د مولوي هبة الله اخندزاده د حکم او د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون پر بنسټ د ساه لرونکي انځورونو اخیستل او خپرول منع دي، چې د دغه فرمان د بشپړ پلي کولو په موخه نن (د لړم ۲۲مه) په یاد ولایت کې نظامي غونډه ناسته وشوه.
مولوي مصطفى روښانه کړې، چې د دې غونډې د پرېکړې پر بنسټ دې مسؤولين د ساه لرونکي انځورونو له اخيستلو او خپرولو ډډه وکړي او په خپلو کاري راپورونو کې دې د ساه لرونکي انځورونو پر ځای له لیکدړو، لوګو او يا د ودانیو له انځورونو کار واخلي. په ورته وخت کې د ننګرهار مرستيال والي ځايي چارواکو ته ويلي، چې که له رسنيو سره مرکې کوي نو يوازې غږيزه مرکه دې وکړي.
ننګرهار پنځم ولایت دی چې په رسمي ډول د ساه لرونکي انځورونو پر اخیستلو، خپرولو او ویډیويي مرکو بندیز لګوي. تر دې مهاله دغه حکم په کندهار، تخار، بادغیس او هلمند ولایتونو کې په بشپړه توګه پلی شوی، چې په پایله کې یې پر سیمه ییزو چارواکو، رسنیو او خبریالانو د نویو بندیزونو سربېره په دغو ولایتونو کې دولتي او خصوصي تلویزیونونه هم تړل شوي دي.
د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د روان کال د زمري په ۳۱ مه اعلان وکړ چې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون توشیح شوی او د پلي کېدو وړ دی. په دې قانون کې پر خبریالانو او رسنیو هم بندیزونه لګول شوي، د بېلګې په توګه په ۱۷ ماده کې محتسب (د امر بالمعروف وزارت اجرائیه ځواک) ته دنده سپارل شوې ترڅو د هغو موادو د خپرېدو مخه ونیسي چې ساه لرونکي انځورونه پکې وي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په ننګرهار کې د سیمه ییزو چارواکو پر انځورونو او ویډیويي مرکو بندیز په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او د دغه محدوديتونو د پراخېدو او پلي کېدو او د رسنیو پر کاري بهیر ترڅنګ خلکو ته د اطلاعاتو لاسرسي په برخه کې یې د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي.
د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون پر بنسټ د نویو محدودیتونو لګول د رسنیو او خبریالانو ستونزې زیاتوي چې په تېرو درېیو کلونو کې د رسنیو د محدودیتونو له لویې څپې سره مخ شوې دي او دغه بندیزونه ګام په ګام بېلابېلو ولایتونو ته خپرېږي، د رسنیو د ازادۍ محدودول او د هغوی د ځپلو د برنامې چټکول یې ښکاره نښه ده.
د افغانستان د خبريالانو مرکز په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه غواړي چې په دې اړه له سره غور وکړي او د بيان ازادۍ او د خبريالانو او رسنيو اساسي حقونو ته په تېره بيا اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د هېواد ټولنېزو رسنیو د قانون له مخې چې د طالبانو له لوري د پلي کېدو وړ بلل شوی، درناوى وکړي.