۱۴۰۲ چنګاښ ۲۷
جلال اباد- په جلال اباد کې د صفا راډیو پرزنټر عرفان الله بیدار له یوې اونۍ را پدې خوا «نادرکه» شوی دی او ځینې سرچینې وایي، چې نوموړی د استخباراتو اړوند ځواکونو له لورې نیول شوی دی. د افغانستان دخبریالانو مرکز د «اسلامي امارت» مسؤلینو څخه غواړي، چې د دې خبریال د برخلیک د روښانه کولو ترڅنګ، له کوم قید شرط پرته کورنۍ ته د هغه د سلامت ستنېدو تضمين ورکړي.
په ننګرهار کې یوې سیمه ییزې سرچینې د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وويل، چې عرفان الله بیدار د چهارشنبې په ورځ د «چنګاښ ۲۱» د جلال اباد ښار عیدګاه مسجد څخه د خپل موټر سره یوځای نادرکه شوی دی.
بیدار له لس کلونو راپدې خوا د صفا په نوم له شخصي راډیو سره په بېلا بېلو بستونو کار کړی دی. هغه په وروستیو کې د صفاراډیو د ادبي خپرونو پرمخ وړونکي او مسؤل په توګه ټاکل شوی و.
په ننګرهار کې یوې بلې سرچینې د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې نوموړی د استخباراتي ځواکونو له لورې نیول شوی دی.
په ورته وخت کې د عرفان الله بیدار ورور عظمت الله وایي ورور یې صفاراډیو سره د خبریال په توګه کار کوه او کوم چا سره يې شخصي دښمني نه درلوده. هغه وایي کورنۍ د عرفان الله بیدار وضعیت ته اندېښمنه ده او کور ته د هغه صحي سلامت ستنېدو غوښتنه کوي.
په ننګرهار ولایت کې د امارت چارواکو په رسمي ډول د دې پیښې او د هغې څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د عرفان الله بيدار پر برخليک د ژورې خواشينۍ په څرګندولو سره د «اسلامي امارت» له مسوولينو څخه غواړي چې د دغه خبريال برخليک روښانه کړي او ژر تر ژره دې په بشپړې روغتيا او بې شرطه کورنۍ ته د هغه د ستنېدو ډاډ ورکړي.
دا مهال لږ تر لږه درې نور خبریالان په هېواد کې بندیان دي. له دغو خبريالانو څخه يو يې د مرغومي مياشتې په نیمایي کې ونيول شو او دوه نور خبريالان د تېر کال د کب په وروستيو کې په کابل کې ونيول شول او تر اوسه په بند کې دي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز په دې باور دی، چې د خبریالانو د بندي کولو او ډارولو د پیښو ډیرېدل په هیواد کې د خودسانسورۍ او وېرې د ډیرېدو لامل شوی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له «اسلامي امارت» څخه غواړي، چې د خبریالانو له نیولو او تهدیدولو څخه ډډه وکړي او د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې ۔ چې یې تصویب کړی یې دی - د خبریالانو د کار د محدودولو څخه ډډه وکړي او د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې د خبریالانو ازادۍ ته درناوی وکړي.